د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ وروسته د امنیت د تامین پوره توان لري


د ناتو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسین د جمعې په ورځ د کروشیا په مرکز زاګرب کې د دې هېواد له صدراعظم زوران میلانوویچ سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل، باور لرم چې افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې د خپل هېواد د امنیت ساتلو توان ولري او د ایتلافي ځواکونو ماموریت به له جګړې څخه د ملاتړ په ماموریت بدل شي.

راز موسین په ټینګار سره وویل، پوره ډاډمن یم ، افغان ځواکونه به دا توان ولري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ټول افغانستان پوره امنیت تامین کړي.

ده زیاته کړه ، ناتو به له ۲۰۱۵ کال اخوا په افغانستان کې د ملاتړ او روزنې ماموریت ته دوام ورکړي.

د ناتو عمومي منشي له دې مخکې په سلووینا کې ویلي و، چې “په افغانستان کې انتقال یوه لوژستیکې ننګوونه ده”.

د پوځي او امنیتي چارو کارپوه ډګر جنرال عبدالهادي خالد ازادۍ راډیو سره په مرکې کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او افغان پوځ د توان په اړه وویل:

“که چېرې یوازې وسله وال او تروریزم د افغانستان ملي حاکمیت ته ګواښ وي، زموږ د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د متخاصمو قواو په پرتله څو برابره غښتلې دي.

که چېري زموږ هوایي ځواک، د خدمتونو او روزنې برخې تقویه شي.

زموږ ځواکونه په ریښتیا هم چې ډېر ښه شویدي. زمونو پوځ روحیه لري، د خلکو خادمان دي، کولاي شي خپلې دندې پرمخ بوزي. خوزما په فکر دا یوازینی ګواښ ندی.

په افغانستان کې نشه یي مواد، ټولنېزاو فرهنګي وروسته والی، کمزوري حکومت داري ، په دولت او ټولنې کې پراخ فساد، زمونږ په چارو کې د ګاونډیانو مداخلې، دا هغه ګواښونه دي چې حتی له وسله والو شخړواو تروریزم څخه زیات، زمونږ ملي حاکمیت ، ملي وحدت او راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کوي”.

جنرال خالد وایي، که د افغانستان د ځواکونو شمېر میلون ته هم پورته شي او حکومت له خلکو سره خپل اړیکې ټینګ نه کړي، د خلکو د ټولنېزو ستونزو د حل لپاره کار ونه کړي او دغه راز حکومتي سیستم ښه نشي، دا ګواښونه له منځه نه ځي.

دی زیاتوي د افغانستان جګړه عسکرې جګړه نه ده، بلکه استخباراتې جګړه ده:

“ د افغانستان جګړه یو استخباراتي جنګ دی او عسکري جګړه نده. نه د افغانستان ګاونډیانو تر اوسه په خپلو لاس وهنو اعتراف کړی او نه هم طالبانو تر اوسه خپل کوم آدرس ښودلی.

که طالبانو ته وګورۍ، ممکن دیرش زره یا ۴۰ زره کسان وي، پدوي کې ټول قاچاق وړونکې او نور خراب کسان هم ورګډ شوي او د طالب تر نامه لاندي خپلو غارتګریو ته دوام ورکوي.”

له بلې خوا، د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي، په افغانستان کی د بېلابېلو ډلو تر منځ جګړې او شخړې زیاتې شوې او خلک په دولت باور نه لري چې امنیت به یي وساتې.

جنرال خالد د ملي پوځ په تشکیلاتو کې د بدلون خبره کوي او وایي:

“د افغانستان پوځ په قاعدې کې ډيره قوی دی او د ټولنې ډېر وطندوست او د عامو خلکو بچېان پکې جزب شويدی. خو د پوځ رهبري کمزورۍ لري.

د پوځ پورته رهبري ډېره کمزوري ده او حرکت نلري. دوي خپلو قواو ته مثال نشي کیداي. دا ستونزه په ډېرې آسانۍ سره له منځه تلاي شي. که چېري جمهور رئیس او د دولت زعامت وغواړي د شاوخوا پنځوسو کسانو په تغیر او تبدیل سره چې له تنظیمونو سره تړاو لري، دا ستونزه هوارولاي شي. که د پوځ له ټیټو لیکو څخه تګړه او ښه کسان پورته کړاي شي ، د افغان پوځ به په یوه ډېر تکړه ، کاري او د وضعې په ځواب ویونکې ځواک بدل شي”.
XS
SM
MD
LG