د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۹

توکیوکې له افغانستان سره د مرستو نړېوال کنفرانس جوړیږي


د توکیو په کنفرنس کې به د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په ګډون، د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي او مشران برخه واخلي.

د کنفرنس ګډونوال به د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ چې د افغانستان د بدلون د مودې په نامه یاده شوې، د افغانستان د پراختیا د دوام ژمنې وکړې.

په راپورونو کې ویل شوې، چې د توکیو په کنفرنس کې به له افغانستان سره د لومړینو اټکلونو یا هیلو څخه زیاتې یعنې د ۱۵ میلیاردو ډالرو مرستې وشي. خو نوي خبره دا ده چې افغان حکومت باید د ادارې فساد د له منځه وړلو، د عدلې او حقوقې ارګانونو د اصلاح کولو ، د مالي سیستم د پیاوړتیا او نورو بدلونو د عملي کولو ژمنې وکړې.

د توکیو په کنفرنس کې به له افغان حکومت سره “ د متقابلې حساب ورکونې چوکاټ” په نامه سند هم لاسلیک شي.

د توکیو د کنفرنس د اهمیت په اړه د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې استاد سید مسعود وایي:

“په حقیقت کې د ډهلې کنفرنس د توکیو کنفرنس ته لار خلاصه کړه او د توکیو کنفرنس د افغانستان په اړه د جوړو شویو شاوخوا ۱۷ کنفرنسونو په ډله کې تر ټولو ښه ، مهم او پیچلی کنفرنس ګڼل کیږي.

دا کنفرنس پداسي وخت کې جوړیږي چې بي باورۍ زیاتې شوې دي. د افغانستان دولت په ۲۶ برخو کې خپلې طرحې برابرې کړې چې ۱۶ یی منل شوې دي. افغانستان له کنفرنس څخه په کال کې څه دپاسه ۵ میلیارده ډالر غوښتې ، خو دوې ورځې وړاندي نړیوال بانک دا رقم ۳ اعشاریه ۷ ملیاردو ډالرو ته راټیټ او ومانه او ددي پیسو په ورکولو سلا شو”.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي څو ورځې وړاندي له دري ګونو قواو یعنی مقننه، قضایه او اجرائیه قواو سره ګډه غونډه درلوده او سلا شول چې له دي وروسته به کارونه په شفاف ډول پر مخ وړي او ظوابط به په روابطو مقدم بولې.

دوي دغه راز د اداري فساد د له منځه وړلو او ښې حکومت دارۍ لپاره هم ټينګې ژمنې وکړې.

نړېوالې ټولنې، په خاص ډول نړیوال وجهې صندوق له افغان حکومت څخه غوښتې چې خپل بانکې او مالي سیستمونه باید ښه کړې او د مرکزي بانک د اسعارو زیرمې باید زیاتې کړې. دولت پدي اړه اقدامات کړې او د نړیوالو د غوښتنو د عملې کولو هلې ځلې روانې دې.

کارپوهان وایي، له افغانستان سره د توکیو په کنفرنس کې د مرستو ژمنې به په هیواد کې د نوي حکومت یا مشرتابه د رامنځ ته کیدو پر مهال عملې شي. پدي توګه، نوی ټيم یا حکومت باید ددي مرستو او پروګرامونو د عملی کولو لپاره جدي کار وکړي.

استاد مسعود پدی اړه وایي:

“ د توکیو په کنفرنس کې په حقیقت کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره مرستې کیږي، یعنې دا هغه وخت دی چې د جمهور رئیس کرزي حاکمیت پاي ته رسیږي او نوی ټیم چې را منځ ته کیږي هغو باید کاري اجندا جوړه کړی او دا د راتلونکو دوو جمهورو رئیسانو او حکومتونو لپاره ده.

زما په فکر د اداری فساد، ښې حکومت دارۍ ، بشري حقونو او د ښځو د حقونو پرمسلو باید کار وشي او ددي په څنګ باید د حساب ورکولو مسله په جدیت سره مطرح شي.

افغان دولت باید د خپلو پروژو لګښتونه په شفاف ډول ورکړې او کنه نو بیا به هم، په اصطلاح همان آش و همان کاسه وي”.
XS
SM
MD
LG