د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

په غزني کې پاڅون کوونکو ۱۴طالبان وژلي


په غزني کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون جنګيالي وايي، چې تېره ورځ يې د اوسېدو پر کليو وسله والو طالبانو بريد کړی وو، چې په ځوابي ډزو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

دوي وايي، وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په شاهين کلي کې د پاڅون پر جنګياليو بريد کړی وو چې وروسته د پاڅون کوونکيو په ډزو ابراهيم خېلو کلي ته په شا کړل شوي او هلته د ښکېلو غاړو تر مېنځ نشته پيل شوه.

د ولسي پاڅون استازی عبيدالله پاڅون وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې جګړې درې ساعته دوام کړی دی.

دی وايي، د وژلو شويو څوارلسو تنو وسله والو له ډلې څخه د اوو تنو جسدونه يې دوی ته د جګړې په ميدان کې ور پاتې شوي او پاتي اوو جسدونه وسله والو له ځان سره وړي دي:

"د پاڅون کوونکيو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې په کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپي شوي دي. د اوو تنو طالب وسله والو جسدونه د جګړې په ميدان کې پاتې شوي او د اوو نورو يې وسله والو له ځان سره وړي دي."

د پاڅون په خبره تر نښته وروسته د وسله والو طالبانو په زياته اندازه وسلې، چاودېدونکي توکي او موټرسايکلونه هم د دوی لاسته ورغلې دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي. هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د هغوی نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.

وسله والو طالبانو تېره ورځ هم د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سيمه کې د عبدالحليم په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکی په دې تور وژلی وو چې ګواکې د ولسي پاڅون له جنګيآليو سره يې راشه درشه درلوده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله والو وروسته د دوی ته ويلي وو چې د وژل شوي کس د جنازې لمونځ به هم نه کوي.
XS
SM
MD
LG