د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ساینس پوهانو د کایناتو د تکوین په برخه نوي ذرات موندلي


د اټومي څېړنو د اروپايي ادارې یا سېرن CERN د تحقیقاتي مرکز پوهانو د چارشنبې په ورځ وویل، دوي د اټومي اجزاوو نوي ذرات، چې د کایناتو اساسي جوهر یا هېګز بوزون ته ورته دي موندلي.

ساینسپوهان وايي، دا کشف به دې سوال ته په ځواب ویلو کې مرسته وکړي، چې په کایناتو کې سیارې او نور لوی حجمونه څنګه رامینځ ته شوي.

د سیرن مرکز عمومي رییس رالف هیوور Rolf Heuer دا کشف د بشري څېړنو په تاریخ کې یو مهم پرمختګ وباله:

(نن یو تاریخي پړاو دی، خو موږ یې یوازې په پیل کې یو. زموږ په وړاندې زیات کار پروت دی. موږ کولای شو چې وویاړو او خوښي وکړو، خو موږ په پیل کې یو او زه فکر کوم چې دا د راتلونکې لپاره په مناسب وخت کې د نړۍ په کچه لاس ته راوړنه ده او کولای شو چې ډېر خوشبینه واوسو.)

خو هیوور په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د دې ذراتو د ښې پېژندنې لپاره نورو څېړنو ته اړتیا شته. ده وویل، د یوه عادي انسان په توګه ویلای شم چې دا ذرات مو موندلي، خو د یوه ساینسپوه په توګه باید پوښتنه وکړم چې آیا دا ذرات مو په رښتیا موندلي؟

د مادې د ذاتي وجود په اړه د هېګز بوزون نظریه په 1964 کال کې برتانوي فزیکپوه پیترهېګز او همکارانو یې ورکړې وه. د دوی په وینا هېګز بوزون د هغه میکانیزم اساسي برخه ده چې ذراتو ته د یوځای کېدو یا تشکل او موجودیت وړتیا او قدرت ورکوي.

د چارشنبې په ورځ له نوي کشف وروسته 83 کلن هېګز وویل، ده فکر نه کاوه چې دی به په ژوند د دې پرمختګ شاهد وي.

د سېرن لابراتوار پوهان وايي، دوی اوس په دې اړه څېړنه کوي چې آیا نوې موندل شوې ذره هماغه د بوزون په نوم یادشوی جوهر دی چې د هېګز په تیوري کې یې په اړه خبرې شوي.

ساینسپوهان وايي، که خبره همداسې وي نو د دوی کشف به، د ذراتو د فزیک علم د سټندرډموډل فرضیه چې نړۍ ته هسې چې ده، ګوري تایید کړي خو که غلطه وي نو لاښه، ځکه دا به په فضا کې د اضافي فضايي ابعادو یا د نامریي تورو کتلو چې په سلو کې شپږنوي کاینات ترې جوړ دي، د موجودیت فرضیه ثابته کړي.
XS
SM
MD
LG