د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

"ډیپلوماټيکې ادارې دې پر پاکستان فشار زیات کړي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هېواد په ختیځو سرحدي سیمو د درنو وسلو د حملو لپاره د پاکستان حکومت د افغانستان په وړاندې مسؤل بولي او وایي، چې باید په دې اړه افغان حکومت او خلکو ته ځواب ووایي.

یوه میاشت کېږي، چې د پاکستان له خاورې د کونړ او نورستان په سرحدي سیمو د درنو وسلو حملې کیږي، چې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي، بلکه په سلګونو کورنۍ یي اړ کړي، چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، که څه هم افغان حکومت د دې حملو د بندولو لپاره سخت دریځ خپل کړې، خو د ده په وینا د هېواد ډیپلوماټیکې ادارې باید د دغو حملو د بندولو لپاره په پاکستان خپل فشارونه زیات کړي:

"د پاکستان حکومت مسؤل دې او باید د افغانستان خلکو او حکومت ته ځواب ووایي، تاسو په دې اړه د افغان حکومت او د بهرنیو چارو وزارت له سخت دریځ نه خبر یاست.

دا مسئله د ډیپلوماټیکو ادارو له خوا تعقیبیږي او موږ هیله مند یو، چې زموږ ډيپلوماټیکې ادارې په دې اړه د پاکستان په حکومت زیات فشار وارد کړي، څو دوي له دې اعمالو لاس واخلي."


تر دې مخکې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبردارې ورکړې وو، که د دوي له خوا د دغو حملو د بندولو لپاره روانو هڅو نتیجه ورنکړه، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به یي وړاندې کړي.

د افغان حکومت لخوا دا تند غبرګون پداسې حال کې ښودلې کیږي، چې د سیمې خلکو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په غبرګون کې څو څو وارې مظاهرې وکړې او پدې اړه یی له افغان حکومت نه د جدي غبرګون ښودلو غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په ورته وخت کې د پولې پورې غاړې ته د وسله والو ډلو پر وړاندې د پاکستان حکومت په چلند هم انتقاد وکړ او ویویل، چې دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي صدیق په وینا اوس مهال د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې همدغو فشارونو له کبله پاکستان د سیمې په کچه یو منزوي شوې هیواد دې:

"نن تاسو ددې شاهد یاست، چې پاکستان په سیمه کې تر ټولو زیات منزوي شوې هیواد دې او په ورته وخت کې تاسو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې هم ګورۍ.

نو دا بهیر او ډیپلوماټیک فشارونه به تر هغو دوام وکړي، چې پاکستان دا درک کړي، چې په خاوره کې یی د حقاني شبکې، د کویټې شورا او طالبانو موجودیت او په دغه هیواد کې د طالبانو ازاد ګرځیدل نه د پاکستان په ګټه دې او نه هم ددغه هیواد د راتلونکې په ګټه."


له پاکستان سره د افغانستان دا ستونزې کومه نوې خبره نده، بلکې په تیرو لسو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پورې غاړې ته د وسله والو د موجودیت او له هغوی نه د کیدونکي ملاتړ پر سر ډیپلوماټیکه شخړه روانه وه.

افغان کتونکي دغه لنډ تاریخ ته په کتو د افغان حکومت روانې هڅې بې اغیزې بولي او وایی، چې دا مسئله اوس باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته و ایستلې شي.
XS
SM
MD
LG