د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ پراختیا ته یوه طرح ترتیبوي


د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د سوداګرۍ ريیس مزمل شینواری
د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د سوداګرۍ ريیس مزمل شینواری
که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ په چارو کې له ستونزو شکایتونه کېږي خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅې پیل کړي څو په دې لاره کې د شته ستونزو اوارۍ ته یوه طرح ترتیب کړي.

د دې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره یوه مشورتي ناسته جوړه کړې وه.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د سوداګرۍ ريیس مزمل شینواری وویل،د دې طرح له پلي کېدو سره د سوداګرۍ، تولید، ترانزیت، صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې کمې شي:

«زموږ صادرات د وارداتو په نسبت ډیر کم دی، سوداګریزې چارې مو د سیمې او نړۍ له معیارونو سره سم نه دي او اوس وخت را رسیدلی چې بدلون په کې راشي.

دا بدلون به د خصوصي سکتور او افغان پانګوالو په مشوره رامنځته کېږي، نن غواړو ستاسې مشورې واخلو، یو طرحه جوړه او حکومت ته یي وسپارو، هیله ده د دې له پلي کېدو سره په راتلونکو پنځه کلونو کې د هېواد د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا شاهدان و اوسو.»

ښاغلي مزمل زیاته کړه، په دې طرح کې به د سوداګرۍ، کورنی، سیمه ایزاو نړېوال معیارونه په پام کې ونیول شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې سره له دې چې په وروستیو لسو کلونو کې د سوداګرۍ پراختیا ته یو لړکارونه شوي، خصوصي سکتور ته د فعالیت زمینې برابرې شوي، خو بیا هم کافي نه دي او د هېواد سوداګریز نظام باید د وخت له غوښتنو سره سم تنظیم شي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي، د هېواد اوسنی سوداګریز نظام زوړ او له ستونزو ډک وباله او هیله یي وښوده، چې
حکومت د دې شفافیت او اسانولو ته جدي هڅې وکړي.

دې مشورتي ناستې ته بلل شویو ځینو سوداګرو او پانګوالو ازادۍ رادیو ته وویل چې حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوي سوداګریزې او ترانزیتې ستونزې اوارې کړي.

حاجې محمداصف وویل:

«کورنی ترانزیت او ترانسپورت مو د ناامنیو له امله ټکنی دی، په ښارونو راڅخه ښاروالۍ هم پیسې اخلي، پولیس یي هم اخلي، قوانین مو شفاف نه دی، ګاونډیو سره ترانزیتي ستونزې لرو او کله کله مو سوداګرۍ د سیاستونو ښکار کېږي، که ګاونډیو سره روابط ښه وي، ښه ترښه او که نو زور یي سوداګرو ته ځي، دولت باید خصوصي سکتور ته دا ستونزې اوارې کړي.»

سره له دې چې دا هېواد له ایران او پاکستان سره ترانزیتي تړونونه لري خو په وروستیو څو کلونو کې ولیدل شول، چې په دواړو هېوادونو کې د افغان واردوونکو ترانریتي مالونه ایسار کړای شول، چې له امله افغان سوداګرو ته په سلګونو میلیونه دالره زیان ورسید.

افغان سوداګر وایي، د حکومت د هڅو سره سره اوس هم له پاکستان سره ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوي او مالونه یي کله ناکله په اونیو او میاشتو میاشتو ځنډیږي.

خو د سوداګرۍ وزارت هیله ښيي چې په سوداګریزو چارو کې به د دوي روانې هڅې مثبته نتیجه ورکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG