د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

"افغان حکومت دې په ایران کې د افغان کډوالو دفاع وکړي"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او یو شمېر سازمانونه له افغان حکومت څخه غواړي، چې په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه په ټولو امکاناتو دفاع وکړي.

د دغو ادارو په خبره په ګاونډیو هېوادونوکې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره چې افغان حکومت څه کړي، کافي نه دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړي فرید حمیدي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې دا د افغان حکومت مسئولیت دی، چې له خپلو خلکو دفاع وکړي:

“د افغانانو زورول د افغانستان د خلکو، مدني ټولني او بشري حقونو د کمېسیون لپاره د اندېښنې وړ خبر ده، افغان حکومت د اساسي قانون له مخي مسئول دی، چې د دغو سرغړونو پوښتنه وکړي او په ایران کې د افغانانو ساتنه او دفاع وکړي.

د ایران حکومت د قوانینو او نړېوالو تړونونو له مخې مسئولیت لري، چې په خاوره کې یې د اوسېدونکو خلکو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي.”

ښاغلي حمیدي وویل، چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره تر اوسه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هم لازم او جدي کار نه دی کړی، نو ځکه افغان کډوال په پرله پسې توګه له ستونزو سره مخ کیږي.

تیره اونۍ د ایران په یزد ښار کې وروسته تر هغه چې د یوې نجلۍ د وژني تور پر یوه افغان پورې شو، یو شمېر ایرانیانو د افغان کډوالو کورونه وسوځول، هغوی یې ووهل او له نورو ناخوالو سره یې مخ کړل.

تر هغه وروسته د ایران په فارس ولایت کې پر افغان کډوالو د نوو بندیزونو راپور خپور سوو، د ایران حکومت د بندیزونو په امر کې ویل سوي، چې پر غیر قانوني کډوالو دي خوراکې مواد نه خرڅیږي او له عامه ټرانسپورټ څخه دي د ګټي اخیستني اجازه نه ورکول کیږي.

د فارس ولایت کې د افغان کډوالو د تازه ستونزو په اړه تراوسه د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارتونو څه نه دي ویلي.

خو پخوا تر دې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په یزد ښار کې له افغان کډوالو سره شوی چلند غندلی و او ویلي یې و، چې دغه ستونزې یې له دیپلوماتیکو لارې هوارې کړي دي.

په عین حال کې د متون په نوم د یوې مدني ټولنې رئیس کمال سادات د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې دې له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي:

“له افغانستان سره نړیواله ټولنه ملګرې ده، که چیري په دې موضوع کې د افغانستان قدرت کار نه کوي، نو افغان حکومت دي نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو ته ووايي.

دا د نړۍ قانون دی، کله چې یو ځواکمن هیواد پر یوه کمزوري هیواد ظلم کوي، نو کمزوری هیواد ملګرو ملتونو ته خپل عریضه وړاندي کوي، نو افغانستان حق لري، چې خپله عریضه ملګرو ملتونو ته وړاندي کړي.”

راپورونه وايي، په ایران کې شا او خوا 3 میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې یو شمیر یې هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د راپونو له مخې په دې وروستیو کې د ایران په بیلابیلو سیمو کې افغان کډوال له تازه بندیزونو او ستونزو سره مخ شوي دي.

که څه هم افغان چارواکې وايي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کوي، خوې یو شمیر کتوونکې وايي، چې افغان حکومت ددغو ټولو ستونزو د حل او ځواب لپاره جدي او څرګنډ ګامونه نه دي اخیستي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG