په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره له افغانستان سره د اقتصاد او ثبات په برخه کې د نړېوالې ټولنې د مرستې په اړه د لویدیځو چارواکو په وروستیو څرګندونو بحث کړې.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپآنې په خپل لومړي مخ کې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي، چې نړېوال په افغانستان کې د تل پاتې ثبات راوستلو لپاره یوازې یو چانس لري، چې باید له لاسه یی ورنه کړي.
ورځپانې لیکلي، چې اندرس فوغ راسموسن په دې ټینګار کړې، چې له افغانستان سره باید د اقتصادي پراختیا او سالمې ادارې د رامنځ ته کولو لپاره کار وشي.
ورځپاڼه لیکي، چې د ناټو عمومي منشي له افغان امنیتي ځواکونو سره د ثبات په ټینګښت کې مرسته ضروري بللې او لیکلي، چې دا کار نه یوازې د افغانستان او سیمې لپاره مهم دې، بلکه ددوی د خپلو هیوادونو د امنیت لپاره هم مهم دې.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د ناټو عمومي منشي له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې راسموسن دا منلې، چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګښت د دغه سازمان دنده ده، خو خبردارې یی ورکړې، چې افغانستان به هغه وخت هم د نړۍ یو له غریبو هېوادونو څخه وي، چې امنیتي ځواکونه یي د هېواد د ساتلو مسؤلیت په غاړه ولري.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د ناټو عمومي منشي د دې لپاره، چې افغانستان له اقتصادي ستونزو وژغورلې شي، د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره مرسته او همکاري ضروري بللې.
ورځپآڼه لیکي، چې اندرس فوغ راسموسن په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت، اقتصادي ودې او سالمې ادارې لپاره په ګډه په کار کولو ټینګار کړې.
د ورځپاڼې په وینا د ناټو مشر دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په هېواد کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر دوام لري، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې به بشپړ او د ناټو ځواکونو د وتلو زمینه برابره شي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې له افغانستان سره کیدونکې مرستې هله موثره تمامیدای شي، چې د افغانستان له اړتیاو سره سمې ولګولې شي.
ورځپاڼه لیکي، چې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د مرستو ژمنې کیږي، چې د ټوکیو په کنفرانس کې به رسمي بڼه غوره کړي.
ورځپاڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د مرستو د لګولو د څرنګوالي په برخه کې د افغانستان اړتیاوې څرګندې کړي او د ورځپآڼې په وینا همدا د مرستو د اغیزمن توب او پر خپلو پښو د افغانستان د دریدو یوازنۍ لار ده.
هېواد:
هېواد او انیس دولتي ورځپاڼو بیا د بهرنیو مرستو د څرنګوالي په اړه د افغان ولسمشر څرګندونې راخستي او لیکلي، چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړیتوبونو له مخې مرسته وکړي، چې د افغانانو لخوا ټاکل شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي د بریتانیی د نړیوالې پراختیا له وزیر سره په خبرو کې دا هم وویل، چې افغان دولت ژمن دې، چې د ښه حکومتدارۍ، د امنیت د ټینګښت او د رڼو انتخاباتو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.