د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۱۵

نړۍ

د فرانسې پولیسو د نیکولاس سرکوزي سرکوزي کور او دفتر ولټول

د فرانسې پولیسو، پرون د پخواني جمهور ریس نیکولاس سرکوزي کور او دفتر ولټول، داسې ادعا شوې ده، چې سرکوزي په غیر قانوني توګه خپلو کمپاینونو ته د تمویل په قضیه کې لاس درلود.

یوه چارواکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی اسوشیتت پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د فرانسې د مالي جرمونو د پلټنې له ادارې څخه په دې ارتباط قاضي شان مایکل جنتل او نورو پلټونکو په دې اړه لټه کړې ده.

څارنوالان د دې ادعا په اړه تحقیق کوي، چې ګواکې د لیلیانا بیتنکورت کارکونکو چې دا په فرانسی کې ډیره بډایه ښځه ده او د سینګار د اسبابو لیوریال د کمپنۍ خاونده ده د سرکوزي مرستیالانو ته د پیسو ډک یو پاکټ ورکړٍی وو، څو دوې ترې د دوه زره اوم میلادي کال د کمپاین په تمویلولو کې کار واخلي.

نیکولاس سرکوزي چې د تیرې می میاشتې په انتخاباتو کې یې جمهوري ریاست له لاسه ورکړ او پر ځای یې فرانسوا اولاند جمهوري ریاست ته وټاکل شو دا ادعا رد کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو متخصصان: په سوډان کې جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی

د سوډان د پلازمېنې خرطوم یوه څنډه
د سوډان د پلازمېنې خرطوم یوه څنډه

د ملګرو ملتونو په لسګونو متخصصانو پرون پنجشنبه وویل په جګړه ځپلي سوډان کې له جنسي زورزیاتي د جګړې د ابزار په توګه کار اخیستل کېږي.

د دغو متخصصانو په وینا، په ځینو مواردو کې دغه جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغو متخصصانو غوښتنه کړې چې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

له اپرېل میاشتې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفادار ځواکونه چې دا مهال پر سوډان واکمني کوي او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو ترمنځ چې مشري یې محمد حمدان دقلو کوي جګړه روانه ده.

د ځینو شمېرو له مخې په دې جګړه کې تر ۱۰زرو ډېر کسان وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي چې ۶ میلیونه او درې لکه نور کسان له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو متخصصانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی ته د جګړې د ابزار په توګه د جنسي ځورونې په ګډون د جنسیت پر اساس د زور زیاتي راپورونه رسېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د برلاسۍ حاصلولو، د دوی د ډارولو او مجازاتو لپاره کارول شوي دي.

چارواکي: د عراق ختیځ کې د چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي

ارشیف: په عراق کې یوې چاودنې انځور
ارشیف: په عراق کې یوې چاودنې انځور

د عراق دوو امنیتي چارواکو نن جمعه ویلي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي دي.

د دیاله والي مثنی التمیمي د پروني ماښام د دې پېښې مسوول د یوې افراطي ډلې وسله‌وال بللي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د حملې هدف هغه میني بس موټر و چې ملکیان یې د انتخاباتو په اړه له یوې غونډې راستنول.

دغه غونډه د دغو ملکیانو د خپلې قبیلې د کاندیدانو له خوا تنظیم شوې وه.

د دیالي والي دا د اسلامي دولت ډلې د افراطي وسله‌والو کار بللی دی.

مثنی التمیمي په خپل فېسبوکپاڼه کې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د افراطي وسله‌والو د شبکو په وړاندې لا شدید اقدامات وکړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش لا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

بلېنکن: اسراییل دې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر اسراییلو غږ کړی چې د پوځي عملیاتو له پیلولو مخکې دې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي.

بلېنکن پرون د نومبر په ۳۰مه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل چې اسراییل باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بشري پروګرامونه پلي کړي څو د بې ګناه فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې کچه راکمه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په دغو خوندي زونونو کې د غزې د تړانګې په جنوب او مرکز کې د هغو سیمو او ځایونو ټاکل شامل دي چې خوندي او د ډزو له لیکې بهر وي.

هغه په غزې تړانګه کې د اوربند په اوومه ورځ خبرې کولې چې په نتیجه کې یې د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې یو زیات شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شول.

زیلینسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د تېرې پنجشبې په ورځ خارکییف کې له پوځي مشرانو سره د لیدنې پر مهال
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د تېرې پنجشبې په ورځ خارکییف کې له پوځي مشرانو سره د لیدنې پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۳۰مه د پوځ له مشرانو سره د لیدو لپاره د زاپوریژیا جنوبي سیمې ته سفر وکړ او وروسته یې وویل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي.

زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې د دونیتسک سیمې ځینو برخو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې زیاته پاملرنه به دوی ته ورکړل شي.

په همدې حال کې د اوکراین د ځواکونو قومندان ویلي چې روسي ځواکونو د کوپیانسک، لیمان، باخموت، اودیوکا، مارینکا او زاپوریزیا په شمول په څو مرکزونو ناکام بریدونه کړي دي.

د سیمه‌ییزې پوځي ادارې په وینا، د روسیې ځواکونو د پرونیو بریدونو په نتیجه کې یو ملکي وګړی په جنوبي خرسون سیمه کې وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پیل شو، لاهم دوام لري.

ضیا رشوان: مصر او قطر په غزه کې د اوربند غځولو په اړه خبرو ته دوام ورکوي

په غزه کې د وروستیو جګړو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په غزه کې د وروستیو جګړو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د مصر د دولتي اطلاعاتي خدماتو ادارې مشر ضیا رشوان وايي، مصر او قطر په غزه کې د دوو نورو ورځو لپاره د اوربند د غځولو په باب مذاکرو ته دوام ورکوي.

پرون ناوخته د بلې ورځې په مخه د اوربند د دوام خبر ورکړل شوی دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، رشوان ویلي، د لنډمهاله اوربند غځول د نورو بندیانو او یرغمل شویو خلاصولو او غزې ته د نورو بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابروي.

قطر او مصر د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ، د لنډمهاله اوربند پر سر په توافق کې منځګړیتوب کړی دی.

دغه لنډمهاله اوربند له تېرې جمعې نافذ شو.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د هسپانیا د جنوب سواحلو ته څېرمه څلور پناه غوښتونکي مړه شوي

ارشیف: د هسپانیا د سواحلو یوه څنډه کې کډوال
ارشیف: د هسپانیا د سواحلو یوه څنډه کې کډوال

د هسپانیا د جنوب سواحلو ته څېرمه څلور پناه غوښتونکي وروسته له هغې مړه شول چې په پناه غوښتونکو له یوې بار کښتۍ د ځان اچولو ته مجبور کړای شول.

د هسپانیا په جنوب کې د کادیس ولایت مطبوعاتي دفتر پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د چهارشنبې ناوخته له دې کښتۍ د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۱ نور کسان ژوندي پاتې شوي او څلور یې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اعلامیې له مخې، کامپوسوتو ساحل ته نږدې د کښتۍ چلوونکو ۲۷ کسان مجبوره کړي، چې ځانونه اوبو ته واچوي او له دې کبله څلورو کسانو ساه ورکړې ده.

اته نور کسان بل ساحل ته نږدې له کښتۍ خېز اچولو ته اړ کړای شوي وو.

د کښتۍ چلوونکي چې د بې پېلوټه الوتکې له خوا د هغوی د ځایځایګي د تثبیت لپاره تعقیبېدل تښتېدلي دي.

چارواکي وايي، دغه پناه غوښتونکو د شمالي افریقا د څو هېوادونو دي.

د کویت امیر شېخ الصباح په روغتون کې بستر شوی

د کویت امیر، شېخ نواف احمد جابر الصباح
د کویت امیر، شېخ نواف احمد جابر الصباح

د کویت دولتي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد امیر شېخ نواف احمد جابر الصباح په روغتون کې بستر شوی دی.

د دې خبر خپرېدو د کویت د ۸۶ کلن امیر د روغتیا په اړه اندېښنه زیاته کړې ده.

الصباح په ۱۳۹۹ لمریز کال د کویت امیر شو.

د کویت دولتي خبري اژانس د امیر د ناروغۍ او بستر کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کسینجر ومړ

هنري کسینجر
هنري کسینجر

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او جګپوړی دیپلومات هنري کسینجر پرون (چهارشنبې) په سل کلنۍ کې مړ شو.

کسینجر له ویتنامه د امریکا په وتلو، له چین سره په اړیکو کې د خنډونو په لېرې کولو او د امریکا په بهرنۍ پالېسۍ کې مهم رول لوبولی و.

د ده په اړه ویل کېږي چې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نیکسن او جرالډ فورډ‌ د واک په موده کې یې د نړۍ په چارو کې د پردې شا ته خورا اغېز درلود.

هنري کسینجر په ۱۹۷۳ م کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.

قطر: د اسراییلو او حماس ډلې اوربند یوې بلې ورځې ته وغځېد

د سره صیلب یو موټر د بندنیانو د تبادلې پر مهال
د سره صیلب یو موټر د بندنیانو د تبادلې پر مهال

قطر چې د اسراییل او د سختدریځې حماس ډلې ترمنځ د لنډ مهاله اوربند د غځولو لپاره منځګړیتوب کوي، نن تایید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځېد.

ټاکل شوې وه چې دغه لنډ مهاله شپږ ورځنی بشري اوربند نن پای ته ورسیږي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د په لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې لسګونه یرغمل خوشې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې فلسطیني او اسراییل لورو په غزه کې د یوې بلې ورځې په مخه د اوربند پرغځېدو د مخکینو ورته شرایطو پراساس موافقه کړې ده.

دا هغه شرایط دي اسراییل به په غزه کې هوایي او ځمکني عملیات نه کوي، دواړه لوري به یرغمل او بندیان تبادله کوي او اسراییل به همدارنګه بشري مرستو ته اجازه ورکوي چې غزې ته ورسیږي.

حماس پرون د اوربند په وروستۍ ورځ ۱۶ نور یرغمل کړي کسان خوشې کړل

د بندیانو د تبادلې یوه څنډه
د بندیانو د تبادلې یوه څنډه

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پیژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته نور ۱۶ یرغمل خوشې کړل.

د اسراییل پوځ وویل، لس اسراییلۍ ښځې او ماشومان او څلورد ټایلنډ اتباع اسراییل ته رسیدلي، چېرې چې له خپلو کورنیو سره به یوځای شي.

پرون د ورځې په پیل کې سخت دریځې حمالې د روسیې او اسراییل دوه تابعت لرونکې دوه ښځې هم خوشې کړې وې.

پرون په داسې حال کې د چې د حماس او اسراییل ترمنځ د لنډ مهاله اوربند د لاغځولوپرجزیاتو کار روان و، په پام کې وه اسراییل هم له خپلو زندانونو ۳۰ نورفلسطیني بندیان خوشې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG