د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

د افغانستان د رسنيو د قانون پر مسودې انتقادونه


د بشري حقونو د څارنې موسسه وايي، افغان حکومت بايد د رسنيو هغه مسوده بيرته واخلي، چې له مخې يې پر مطبوعاتو د حکومت کنټرول زياتيږي او د بيان ازادۍ محدودوي.

د بشري حقونو د څارنې د ډلې په وينا دې مسودې د رسنيو د ازادۍ په برخه کې د افغان ولسمشرد ژمنو په اړه سوالونه پيدا کړې دي.

حامد کرزي تيره مياشت د افغانستان درې ګونو قواوو ته په وينا کې يو ځل بيا د رسنيو پر ازاديو ټينګار وکړ:

"زموږ د هېواد مطبوعات يو مخ داخلي ازادي لري، د دوي ازادي ته احترام کيږي، هرڅه چې حکومت ته واياست ويې وايئ، مطبوعات د روشنايي يو څراغ دی چې په تياره کې پر خرابيو لويږي."

د افغانستان د مطبوعاتو نوې طرحه چې ويل کيږي د دوه زره نهم کال د رسنيو د قانون ځاي به نيسي د اطلاعات او فرهنګ وزارت چمتو کړې ده او مخکې تر دې چې ملي شورا ته د تصويب لپاره واستول شي، دغهَ وزارت نورو دولتي دفترونو ته د کتنې لپاره ليږلې ده.

د نوې مسودې له مخې به د رسنيو عالي شورا چې مشري به يې د اطلاعات او فرهنګ وزير کوي تګلاره ټاکي او د رسنيو په برخه کې به حکومتي قوانين تعديلوي، همداراز به دا شورا د نورو ټولو رسنيو پر ترکيب او بوديجې خپل اغيز لري.

د نوي مسودې له مخې به هغه رسنۍ چې بهرني پروګرامونه خپروي محدودې شي او د بشري حقونو د څارنې د ډلې په وينا به د مطبوعاتو کلمات هم حکومت کنټرولوي.

د همدې مسودې له مخې به چاپي خپرونې او ويب پاڼې دې ته اړتيا لري چې له حکومتي لارښوونو سره سم عبارات استعمال کړي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال مبارز راشدي ازادۍ راډيو ته وويل، چې نوې مسوده د اعتبار وړ نه ده:

"ټاکل شوې وه، چې په دې قانون کې يو شمېر بدلونونه د رسنيو د ازادۍ او د رسنيو د کارونو د ښه والي لپاره رامنځته شي، همدا و چې د رسنيو د عالي شورا له خوا يوه مسوده په بيړه طرحه شوه، له همدې امله رسنيو ته انديښنه پيدا شوه چې وزارت د ازاديو مخه نيسي، خو دا مسوده زموږ له نظره د اعتبار وړ نه ده."

د بشري حقونو د څارنې د ډلې د اسيا د برخې مشر براډ اډمز وايي، له دوه زره لومړي ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې د رسنيو ازادي يوه ډيره ستره لاس ته راوړنه ده، نو افغان حکومت بايد له رسنيو سره د دښمنۍ پر ځاي هغو ته توجه زياته کړي.

د بشري حقونو د څارنې ډله وايي، د دوه زره نهم کال د رسنيو قانون وروسته تردې پارلمان تصويب کړ چې خبريالانو او د بشري حقونو ډلو ډير بحث پرې کړي و، خو پر نوې مسودې مدني ټولنې ته لږ وخت ورکړل شوي دي چې بحث وکړي.
XS
SM
MD
LG