د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

کتونکي: افغان حکومت په ایران کې د افغان کډوالو په ستونزو چوپ پاتې


یو شمېر کتوونکي په داسې حال کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو له امله د افغانستان په اړوندو ارګانونو انتقادونه کوي، چې د ایران په فارس ولایت کې پر افغان کډوالو بې ساري بندیزونه لګول شوي دي.

ویل کیږي، په فارس ایالت کې پر هغو افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري، د خوراکي موادو او د خدماتو په وړاندې کولو بندیزونه لګولي.

د سیاسي چارو یو تن کارپوه حاجي داود وايي، په تیرو لسو کلونو کې افغان حکومت د کډوالو د دارنګه ستونزو په اړه د ایران د حکومت په وړاندې چوپ پاتې شوی دی:

(له بده مرغه په تیرو لسو یولسو کلونو کې چې ایرانیانو هر کار کړی، د افغانستان دولت ورته چوپ پاتې شوی دی، خو په مقابل کې یې لکه چې تاسو خبر یاستی، کله چې هم یوه مسئله پيښه شوې په تهران کې یې د افغانستان شارژدافیر یا سفیر احضار کړی او د بهرنیو چارو وزارت یې ترینه پوښتنې کړي، له ګواښونو ډکې خبرې یې ورته کړي او ورته ویلي یې دي، چې دا خبرې مو دولت ته ور ورسوئ.)

په فارس ولایت کې د نویو بندیزونو اعلان د دې ولایت د چارواکو له خوا په رسنیو کې خپور شوی.

داسې امر شوی، چې په غیرقانوني بهرنیانو باندې دې خوراکي مواد نه خرڅیږي او نه دې هم له عامه ترانسپورټ نه د ګټې اخیستنې اجازه ورکول کیږي.

له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدلو، چې د افغان کډوالو د تازه ستونزو په اړه د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چارواکو نظر واخلو.

بل خوا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند فرامرز تمنا هم په یوه تیلیفوني تماس کې وویل، چې په فارس کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه رسمي راپور نه دی ورسیدلی، ځکه خو یې په اړه څه نشي ویلای.

نوموړي تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې د ایران په یزد ښار کې افغان کډوالو ته د ورپیښو ستونزو په اړه جدي اقدامات شوي او دغه ستونزې هوارې شوي.

تیره اونۍ راپورونه ورکړل شول، چې په یزد ښار کې د یوې نجلۍ له وژل کیدو وروسته یو شمېر ایرانیانو د افغان کډوالو کورونه سوځولي او هغوي یې وهلي دي، فرامرز تمنا په دې اړه وویل:

"لومړې خو دا، چې تر اوسه پورې هیڅ داسې سند نشته، هغه کس، چې دغه ځوانه ایراني انجلۍ یي وژلې افغان وګړې دې، خو فرض کړو، چې وژونکې یو افغان دې، بیا هم جرم یو انفرادي عمل دې او د وژونکي پرته نور څوک باید و نه ځورولې شي.

په دې برخه کې حقوقي مسایل باید په پام کې نیول شوې وای، خو کوم بحران، چې رامنځ ته شو او پکې افغانان وځورولې شول، د ایران د خلکو لپاره مناسب نه وو."

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د ایران په ځینو سیمو کې افغان کډوالو له بیلابیلو ستونزو سره مخ شوي.

څه موده مخکې د اصفهان پولیسو د صفه په نوم یوه پارک ته د افغانانو پر ننوتو بندیز ولګاوه.

د راپورونو له مخې په مازندران ولایت کې هم د افغان کډوالو پر اوسیدو ځینې بندیزونه لګول شول .

د دغو بندیزونو په افغانستان کې د ایران پر ضد د یو شمیر مدني ټولنو او عامو خلکو اعتراضونه هم راپارولي دي.
XS
SM
MD
LG