د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

ایران او "ISI" د افغانستان د کانونو ایستلو ته ستونزې جوړوي


د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سرحدي پولیسو پخوانی قومندان جنرال امین الله امرخیل
د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سرحدي پولیسو پخوانی قومندان جنرال امین الله امرخیل
د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، پاکستان د دې هېواد په سرحدونو کې په نا امنیو جوړولو سره غواړي، د افغانستان د کانونو ایستلو ته ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سرحدي پولیسو پخواني قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، پاکستان هڅه کوي چې د خپلو هدفونو د تعقیبولو په سرحدونو کې ستونزي نوري هم ډیري کړي او څو ولایتونه له سقوط سره مخ کړي.

نوموړي هغه راپورنه رد نه کړه، چې ویل کیږي پاکستاني پوځیانو د افغانستان څو کیلومتره خاوره لاندې کړي:

“ډیره یوه خطرناکه لوبه اوس روانه ده، زموږ کانونه چې په لوګر او شمال کې دي، پاکستان په ځانګړي ډول استخباراتي اداره یې ای اس ای او د ایران استخباراتي کړی، چې هم ورسره دي نه غواړي د دغو کانونو له اقتصادي ګټي افغانستان پر خپلو پښو ودریږي.

دوي غواړي، چې د چترال، کونړ، لغمان او اسارک خط وصل کړي، چې په راتلوونکې کې به درې څلور ولایتونه له سقوط سره مخ شي.

په بنشي کنډو کې چې د دانګام مربوط ده، خلکو ویل چې پاکستاني پوځیان 14 کیلومتره راننوتي دي، دا تائیدوم چې 30 پاکستانۍ پوستې په صفري ټکو کې پرتې دي او 16 پوستې له صفري نقطو را دې خوا د افغانستان په خاوره کې دي.”

د راپورونو له مخې د افغانستان د کونړ، نورستان او ځینو نورو ختیځو ولایتونو بېلابېلې ولسوالۍ له څو میاشتو راهیسې د پاکستان له خاورې په راکټونو ویشتل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې دغه راکټونه د پاکستاني پوځیانو دي او له دوی سره یې په اړه پوره اسناد شته.

له ختیځو ولایتونو څخه راپورونه وايي، چې د پاکستان پوځ په ګوشته کې 15 کیلومتره، په غلام خان کنډو کې 7 کیلومتره، په دانګام، ناړۍ او د کلام سیمو له څلورو تر پنځو کیلومتره خاوره لاندې کړې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت که څه هم په سرحدي سیمو کې د پاکستان او ایران له خوا جوړېدونکې ستونزي مني، دا بیا نه مني، چې پاکستاني پوځیانو دي د افغانستان خاوره نیولې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل:

“په سرحدونو کې ستونزې لرو دا نه شو ردولای، له پاکستان او ایران سره په سرحدونو کې ستونزي پیدا کیږي، دا ستونزې د ګډو میکانیزمونو له مخې حلیږي.

سرحدي پولیس په پولو کې شته او تیري کوونکې چې وغواړي د افغانستان خاوري ته داخل شي او زموږ خاور په یو ډول ونیسي، اجازه به ورنه کړو.

دغه راپورنه موږ څېړلي او پلاوی اوس هم په سیمه کې شته، موږ یې په اړه ثبوت نه لرو، په ډاډ سره وایم چې زموږ سرحدي پولیس به تیري کوونکو ته جدي ځواب ورکړي.”

د راپورنو له مخې پاکستان او ایران هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې په تیرو څه باندې لسو کلونو کې یې افغانستان په سرحدي سیمو کې له ستونزو سره مخ کړی.

په وروستیو کې د پاکستان له خاورې راکیټي حملو او له دې سرحدونو د افغانستان ختیځو ولایتونو ته د افغان دولت د وسله والو مخالفینو را اوښتلو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګي کړي.
په دې اونۍ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبردارۍ ورکړ، که یې له خاوري د راکیټونو را غورځول بند نه سي، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به یې رسمي شکایت ولیږي.

خو د سیاسي او پوځي چارو پوهان وايي، چې افغانستان باید کلونه مخکې د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهوو په اړه امنیت شورا ته شکایت کړی وای.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG