د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

بریتانیا له افغانستان سره تر ۲۰۲۵مه خپلې مرستې جاري ساتي


د بریتانیي چارواکو خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د اصلاحاتو راوستلو او د فساد له منځه وړلو ته لازمه پاملرنه ونه شي، دا هېواد به وروسته پاتې شي.

دا چارواکي پر دې هم تاکېد کوي، چې نړېواله ټولنه باید په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د مالي ستونزو په اوارۍ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د بریتانیي د نړېوالې پراختیا وزیر اندریو میشل، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی، د سې شنبې په ورځ یي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې هېواد یې ژمن دی، کومې مرستې چې اوس مهال یې له افغانستان سره کوي، تردوه زره پنځه ویشتم کال پورې یي په همدې ډول جاري وساتي:

«کله چې دوه کاله دمخه په بریتانیه کې ایتلافي حکومت جوړ شو، له افغانستان سره پراختیایي مرستې په سلو کې څلویښت زیاتی شوې، موږ ژمن یو دې مرستو ته تر دوه زره اولسم پورې دوام ورکړو، خو تاکېد کوو کله چې د مسئولیتونو انتقال پای ته رسیږي او دب دلون لسیزه پیل شي، تر دوه زره پنځه ویشتم کال پورې به له افغانستان سره مرستې کوو.»

ښاغلی میشل زیاته کړه، بریتانیه هڅه کوي د توکېو په کنفرانس کې نور هېوادونه هم د افغانستان مرستو ته وهڅوﺉ.

ده له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې مرستې مهمې وګڼلې او یو مثال یي هم وړاندې کړ چې په دې هېواد کې د ډاکترنجیب اله حکومت نظامي ماته نه ده خوړلې بلکې د ماتې سبب یې د روسیي د مالي مرستو بندیدل و.

ده وویل، د توکېو په کنفرانس کې به د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزې حساب ورکونې پر موضوع ځانګړي بحثونه وشي.

ده وویل، په افغانستان کې اداري فساد د نړېوالې ټولنې پر مرستو اغیز کولای شي او دا یي هم وویل چې په دې لاره کې جدي کارونه نه دي شوي:

« نړېواله ټولنه باید باوري شي، چې د همدې دوه اړخیزو حساب ورکونې له لارې افغان حکومت د ښې حکومتدارۍ او اقتصادي اصلاحاتو لپاره کار وکړي، همدارنګه د کابل بانک قضیه وڅیړي او هغه څوک چې په دې بحران کې ښکېل دي، عدلي چلند ورسره وکړي.»

بریتانیه د افغانستان لوی مرستندویه هېواد دی.

په افغانستان کې د بریتانيي د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې بریتانیه هرکال له افغانستان سره څه باندې یوسلو اته اویا میلیونه پونډه مرسته کوي.


سره له دې چې بریتانیه د افغانستان د بیارغاونې له چارو سره مرستې کوي، د هلمند په ولایت کې یي په زرګونه عسکر په امنیتي چارو بوخت هم دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې ده د افغانستان لپاره د توکېو کنفرانس د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جاپان په توکېو ښار کې جوړ شي.

د دې کنفرانس د جوړیدو هدف، د افغانستان له پرمختیایي پروګرامونو سره د نړېوالې ټولنې مرستې ښودل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG