د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

"استخباراتي ادارې مو په بلوچستان كې خپلسري عمليات كوي"


د پاكستان نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف
د پاكستان نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف
د پاكستان نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف په لومړي ځل دا منلې، چې په بلوچستان كې استخباراتي ادارې په خپله خوښه عمليات كوي چې د ده حكومت به يې مخه ونيسي او له بلوڅو ملتپالو سره به خبرو ته كښېني، خو بلوڅ ملتپال وايي، تر څو چې په خپله استخباراتي ادارې ونه غواړي په بلوچستان كې به همداسې امنيت خراب وي.

د پاكستان نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د بلوچستان په اړه په يوه لويه غونډه كې ويلي، چې بلوچستان د پاكستان مهمه برخه ده او د خپل مهم پوځي موقعيت له امله بايد په دې ايالت كې امنيت ټينګ شي.

صدراعظم په لومړي ځل دا منلې چې د پاكستان مركزي استخباراتي ادارې په بلوچستان كې په خپله خوښه عمليات كوي، چې وايي حكومت به يې مخه ونيسي.

د پاكستان صدراعظم راجه پروېز اشرف دا هم ويلي، چې د بلوچستان ستونځه يې د حكومت په هغو لومړيو چېلنجونو كې ده چې د هواري لپاره به يې جدي ګامونه پورته كوي.

راجه اشرف هم د پخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني غوندې بلوڅو ملتپالو ته وړانديز كړى چې له حكومت سره يې د خبرو اترو پيلولو ته حاضر شي چې د بلوچستان شخړه ژر تر ژره هواره شي:

"د بلوچستان ستونځه زموږ د پلانونو په لومړي سر كې ده او ما مرور بلوڅان له حكومت سره خبرو ته را بللي دي، چې ترمنځ پرتې شخړې د مذاكراتو په وسيله هوارې كړو، زموږ مركزي حكومت د ډېره بګټي د بې كوره شويو خلكو خپلو سيمو ته د را ستنولو لپاره يو ميليارد كلدارې ټاكلې دي."

په رسنيو كې د صدراعظم له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې صدراعظم پروېز اشرف ويلي، چې حكومت به يې په دې برخه كې جدي ګامونه پورته كوي چې په بلوچستان كې بايد مركزي استخباراتي ادارې د امنيت په ټينګښت كې ازادې ونه اوسي، بلكې هغوى بايد د بلوچستان د ايالتي حكومت له خوا له اړتيا سره سم مرسته وكړي، خو د بلوچستان نېشنل ګوند د اطلاعاتو سيكرتر آغا حسن بلوڅ له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل تر هغه وخته چې ورك بلوڅان ونه موندل شي او په سيمو كې يې پر بېګناه خلكو پوځي عمليات ونه درېږي، دوى به هيڅكله خبرو اترو ته حاضر نه شي.

صدراعظم ويلي د بلوچستان ستونځو ته په پام سره غواړي ډېر ژر بلوچستان ته سفر وكړي او له ټولو اړوندو غاړو سره تر هراړخيزو خبرو وروسته وكولاى شي د بلوچستان ستونځو ته د حل لاره پيدا كړي او د دې ايالت امنيت نور خراب نه شي.

ټاكل شوې ده چې نن به هم د پاكستان د نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف په غوښتنه په اسلام اباد كې د بلوچستان د وركو بلوڅانو په اړه ځانګړې غونډه كېږي. سره له دې چې د پاكستان اپوزيسون ګوندونه او ملتپال راجه پروېز اشرف د بلوچستان د شخړې په هواري كې يو بې صلاحيته صدراعظم بولي، خو ډېرى خلك بيا د هغه دې هڅو ته هيله من دي چې كېداى شي بلوچستان ته په راتګ سره هغه د خلكو پر زخمونو مرهم كښېږدي.

د يادونې وړ ده چې تر وړاندې پخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري هم له بلوڅانو څخه له هغوى سره پر شوي ظلم بخښنه غوښتې او د بلوچستان د ستونځو د حل ژمنه يې كړې، خو تر اوسه نه له بلوڅو ملتپالو سره مذاكرات شوي او نه د ګڼ شمېر وركو بلوڅو شخړه هواره شوې ده.

باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG