د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

ملي امنیت تیره اونۍ دوه ترهګرې ډلې نیولي


د ملي امنیت د ادارې د چارواکو په خبره، چې دغو ډلو پلان درلود، په کابل کې پر ستره محکمه، هوايي ډګر ته نژدې د ایساف ځواکونو پر مېلمستون، په ده سبز کې د ملي پوځ پر اډه او د څرخي پله د زندان پر کار کوونکو په یوه ورځ حملې وکړي.

د ملي امنیت د لوی ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري د دوشنبې په ورځ وویل، دوهمي ډلې پلان درلود چې د ولسي جرګې پرغړی او پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف باندې ځان وژونکي حمله وکړي.

نوموړي وویل، چې دغه دواړه ډلې په پاکستان کې د حقاني د ترهګري ډلي له خوا کابل ته رالیږل شوي وې:

“دوي هوډ درلود، چې د کابل ښار په پنځو مهم سیمو کې په یو وخت ډله ایز او تروریستې بریدونه ترسره کړي.

دغه ځنځیری بریدونه چې د حقاني شبکې له خوا په پاکستان کی طرحه شوي وو، ټاکل شوې وه، چې د کابل هوایي ډګر ته نژدې د ایساف ځواکونو پر میلمستون، ستره محکمه، د څرخي پله د زندان د کارکوونکو پر موټر او په ده سبز سیمه کې د ملي اردو پر اډه بریدونه وکړي چی ونیول شول.”

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د معلوماتو له مخې، چې په دې دواړو ډلو کې 15 کسان شامل دي او دوي ته روزنه د پاکستان په شمالي وزیرستان او نورو ښارونو کې حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ ورکړې ده.

د جون میاشتې پر 22 د کابل په قرغې تفریحي بند کې پر یوه هوټل باندې وسله والو مخالفینو حمله وکړه او شا وخوا 20 تنه ولسي خلک په دې حمله کې ووژل شو.

ښاغلي طاهري وویل، چې دغه حمله حقاني ترهګري ډلي د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ وکړه.

خو د امنیتي چارو څېړونکې له افغان حکومت څخه غواړي، چې په امنیتي برخه کې دي خپلي وړتیاوي تر اوس لا ډیري غښتلي کړي.

د روان لمریز کال د وري میاشتي پر 27 په کابل ښار کې پر یوه وخت پر درو سیمو وسله والو مخالفینو حملې وکړي او له دې سره سم په لوګر، ننګرهار او پکتیا کې هم وسله والو حملې پیل کړې.

هغه وخت افغان او امریکايي حکومتي مشرانو ویلي وه، چې دغه حملې په پاکستان کې د حقاني وسله والي ترهګري ډلي پلان کړي وې.

افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې په دغه ډول حملو کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان استخباراتي اداره ISI مرسته او همکاري کړې.

په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر لېون پنیټا وویل، چې د پاکستان دغه ډول دوه مخي سیاست نور د نړیوالو د زغم کاسه ډکه کړې او باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالي له منځه یوسي.

خو پاکستان بیا دغه انتقادونه یوزاي تورونه بولي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG