د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

اندړ: پاڅون لاندې سیمو کې وضع ډیره ښه شوې


د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د امنیت د ټینګښت لپاره د خلکو له پاڅون څخه کابو یوه میاشت وروسته سیمه ایز اوسیدونکي وایي، چې امنیت ډیر خوندی شوی دی.

دوي وایي، په ګڼ شمېر کلیو کې چې سیمه ایز خلک د پاڅون له لارې حاکمیت لري یو شمېر ښوونځي بیرته فعاله شوي، بازارونه بیا پرانیستل شوي او خلک خپل عادي ژوند پرمخ وړي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ دوو تنو اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ په ټیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي له دې پاڅون څخه خوښ دي ځکه چې امنیت ټینګ او خلک راتلونکې ته هیله من شوي دي:

" 1- زما نوم نابت دی او د اندړو اوسیدونکی یم، دا خلک چې راغلي اوس موږ ډیر ښه شوی یو ښوونځي او بازارونه مو پرانیستي دي او ازاد ګرځو را ګرځو.

غوښتنه مو دا ده چې ټول ښوونځي بیرته خلاص شي، ارامي ولرو او د قیوداتو لاندې ونه وسو.

مونږ هم غواړو چې بچیان مو تعلیم وکړي، ښوونځي او پوهنتونونو ته ولاړ شي.

۲- د اندړو ولسوالۍ شاوخوا کلي چې دي له پاڅون څخه لرې پاتي هلته ستونزې ډیرې دي او ورځ تربلې وضع پکې لا خرابیږي.

پر خلکو هلته فشار راوړل کیږي ځکه داسې ویره شته له وسله والو مخالفانوسره چې دوی به هم زمونږ په خلاف را پاڅي".


د غزني د اندړو ولسوالۍ یو شمېراوسیدونکو کابو یوه میاشت مخکې د خپلو کلیو د امنیت د خوندي کولو او ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د وسله والو مخالفانو پرضد پاڅون وکړ.

که څه هم دوي له وسله والو مخالفانو سره جګړې وکړې او تلفات یې هم ورکړل خو اوس وایي، چې سلګونه تنه سیمه ایز اوسیدونکي له دې پاڅون سره یوځای او دا حرکت ډیر پیاوړی شوي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د دې پاڅون ویاند عبیدالله پاڅون ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خلکو ملاتړ له دوي سره دی او په دې هڅه کې دي چې خپله واکمني پراخه او نورې سیمې هم له امنیتي پلوه خوندي کړي:

"د اندړو ولسوالۍ په کومو سیمو کې چې موږ یو امنیت پوره ټینګ دی او خلک ازاد تګ راتګ کوي.

مخکې یو څه محدودیتونه وو خو اوس زموږ سیمه ډیره پراخه شوې او د خلکو ملاتړ زیات دی.

موږ د خلکو په غوښتنه د خلکو لپاره را پاڅیدلي یو او کومې غوښتنې چې دوي ولري هماغه ورته برابرو".


سره له دې چې د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي او افغان حکومت دا یو ولسې پاڅون بولي خو وسله والو طالبانو ویلي، چې دا د ولسې پاڅون تر نامه لاندې د امریکایانو اربکیان دي چې په دې ولسوالۍ کې یې فعالیت پیل کړی دی.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یوه نا امنه سیمه ده چې په تیرو څو کلونوکې وسله والو مخالفانوپکې ډیر فعالیت درلود،په دې ولسوالۍ کې د ولسې پاڅون مسوولان وایی چې دوی د خپلو کلیو د امنیت د ټینګښت،د روغتیایی کلینکونواو ښوونځيو د فعاله کولو او له نورو ناخوالو څخه د سیمه ایزو خلکو د ژغورلو په هدف دا پاڅون کړیدی.
XS
SM
MD
LG