پرزه ویل یا په ښار بازار کې له ښځو سره ناوړه او ځورونکی چلند کول د جنسي ځورونو هغه پراخ ډول دی چې افغان ښځې ورسره مخ دي او دوي زیاته ګیله ځکه نه کوي چې د ګڼو خلکو د پوهې او تربیې کچه ټیټه ده خو ګڼې ښځې ان په رسمي غونډو او اجتماعي او فرهنګي ناستو کې چې په اصطلاح پوه او باسواده خلک په کې ګډون کوي هم په یو ډول نه یو ډول له مزاحمتونو سره مخ کېږي چې ښځې له دې امله سخت شکایت لري او ان په داسې غونډو او ناستو کې له ګډون نه یې زړه تورې کړي دي.
د یوه خصوصي ټلویزیون خبریاله مینه رفیع وایي، چې کله کنفرانسونو ته ځي نو ځينې ټلویزیوني کمرې دومره د ښځو او نجونو په څېرو فوکس کوي او څو څو ځله یې وړاندې کوي چې دوي، د دوي کورنۍ او ان لیدونکو ته راز راز پوښتنې پیدا کوي.
نن سبا په مبایل ټیلیفونونو فلمبرداري کېږي، عکس اخیستل کېږي او غږ ثبتېدی شي دې ټولو که له یوې خوا خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي له بلې خوا یې د ځورونې او مزاحمتونو زمینه هم برابره کړې ده، ځکه ډېر کسان پیسې لري چې پرمختللي وسایل واخلي خو د سالمې استفادې په نزاکتونو یې نه پوهېږي.
د کابل اوسېدونکې سپوږمۍ هغه مېرمن ده، چې پرته له اجازې عکس اخیستو ډېره ځورولې ان په غونډو کې له ګډونه یې پښېمانه کړې ده.
ښایي ډېر کسان ووایي، هغه ښځې چې له کورونو بهر کار کوي او په اجتماعي چارو کې فعالې دي یا په بله خبره مخ لوڅې دي ولې د عکس په اخیستو یا فلمبردارۍ ځورېږي او بده یې مني.
د ځوانانو د یوې مدني ټولنې غړې ماریا وایي، عکس او فلمبرداري که په رسمي بڼه وي دوي نه په عذابوي خو ګڼ کسان پرته له اجازې شخصي دغه تصویرونه اخلي چې دا هیڅ چا ته د منلو نه ده او ډېر ځله بدې او ناوړه استفادې ترې کېږي.
..............................
مرۍ اوبدل د ښځو ډېر پخوانی لاسي صنعت دی. پخوا به ښخو له مریو ځينې زیورات او د خیال او سینګار لپاره غاړکۍ، وېښته تړوني، د جامو د ځينې برخو ځونډي دغه راز رجلومې او داسې نور واړه شیان رغول خو نن سبا د مریو اوبدلو کار و بار ډېر غوړېدلی. ښځې له مریو د ډول ډول زېوراتو تر څنګ زینتي او د ډیکورېشن شیان جوړوي چې ښې نمونې یې ان بهر هم لېږل کېږي او ګڼې افغان ښخې له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي او د خپلې کورنۍ لپاره روزي ګټي.
د غزني د اندړو اوسېدونکې سیما یوه له دې ښځو څخه ده چې په خپل کور کلي کې د خپلو اړتیا وو د پوره کولو لپاره مرۍ اوبي، له دې به واورو چې دا کار یې څه وخت زده کړی او کوم شیان جوړوي .
نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروی د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.