د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

“د افغانستان د ساختماني چارو درې ملي کوډونه تصویب شول”


د سټینډرد ملي اداره وايي، تر دې وروسته چې په افغانستان کې ودانۍ ډیزانیږي د هېواد جغرافیا، چاپیریال، هوا، د مځکې جوړښټ، موسم او کلتوري ارزښتونه به په پام کې نیول کیږي.

د سټنډرډ د ملي ادارې رئیس پوپلزي پوپل د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې تر دې مخکې د هند، جاپان، امریکا، ترکیې او نورو هغو هېوادونو له ساختماني کوډونو څخه کار اخیستل شوی، چې کمپنیو یې دلته ساختماني کارونه کړي.

نوموړی وايي، چې تر ډیره په دغو کوډونو کې د افغانستان چاپيریال او شرایط په پام کې نه دي نیول شوي.

ښاغلی پوپل وايي، چې ساختماني کوډ د یوه هېواد د ساختماني چارو اصول جوړوي:

“ ساختماني کوډ په اصل کې د یوه هېواد د ساختماني چارو اصول دي، که چیرې تاسو یو تعمیر، سړک او یو پول جوړوی، په ځانګړتیاوو یې باید تاسو پوه شﺉ، مقاومت به یې څنګه وي او د هغو خلکو خوندیتوب به څنګ وي، چې ژوند په کې کوي.

هر هېواد باید خپل ملي ساختماني کوډونه ولري، چې د هغه هېواد له جغرافیايي، اقلیمي، چاپیریال او کلتوري شرایط په پام کې ونیول شي.”


د سټنډرډ د ادارې چارواکې وايي، چې د “انجنیرۍ، ساختماني او د ښاري پراختیا” د دې کوډونو په عملي کېدو سره به د ساختماني چارو د څارنې ادارو او انجنیرانو ته دا اسانه شي، چې د یوې ودانۍ د ډیزاین په اړه ژر څېړونه وکړي.

دغه اداره وايي، چې تر دې پخوا په کابل ښار کې د ودانیو څارنه ځکه اسانه خبره نه وه، چې د افغانستان له ملي کوډونو سره به جوړي نه وې او د نورو هېوادونو د جوړلو معیارونه به په کې په نظر کې نیول شوي وه.

د دغو کوډونو د جوړولو لپاره له تیرو دوو کلونو راهیسې د ساختماني کوډونو د جوړونې مشورتي کمېټې کار کړی.

ددغو کوډونو مالي او تخنیکې ملاتړ په افغانستان کې د حرکت ادارې کړی، د دې ادارې رئیس نسیم اکبر خبریالانو ته وویل، چې تراوسه یې 2.3 میلیونه ډالره لګولي دي:

“په حقیقت کې ساختماني کوډ د ساختمان قانون دی، په دې کوډونو کې د نړۍ له ښو تجربو کار اخیستل شوی.

په اصل کې دغه کوډونه د افغانستان طبیعت البته د جیو تخنیکې کوډونو سره سم تیار شوي، حرکت اداره د یوې ملاتړي ادارې په توګه د سټنډرډ د ادارې مالي او تخنکې همکاري کوي او تر اوسه 2.3 میلیونه ډالره ملاتړ کړی.”


د سټنډرد ملي ادارې چارواکې وايي، چې د سړکونو، پلونو او پلچکونو ساختماني کوډ به هم تر راتلوونکې یوې میاشتي پوري تیار شي.

تر دې پخوا د افغانستان د ښاري پراخیتا وزارت ويلي وه، چې په ټول هېواد کې شا او خوا 70 سلنه ودانۍ بې پلانه جوړي شوي.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ هم په کابل ښار کې د غیر قانوني او بې پلانه ښارګوتو ودانیو او ابادیو څخه په وار وار شکایت کړی وو.

خو دا لا نده معلومه چې ددغو نوو کوډونو په تصویب سره به څومره دغه ستونزي حل سي او دغه کوډونه به په پام کې ونیول شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG