د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

پیکار: په ټول هېواد کې ۴میلیونه ۴۴زره جریبه ځمکه غصب شوی


د افغانستان د کرنې وزارت د ځمکو اداره وایي، چې دغه ځمکې د هېواد په څلور دیرش ولایتونو کې د هغو سیمه ایزو زور واکانو له خوا نیول شوی، چې په دولت او حکومت کې یي ملاتړ کیږي.

د دې ادارې مشر جواد پیکار د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې که څه هم د ځمکو د غاصبینو او د هغو حکومتې او دولتي چاراکو په اړه پوره معلومات ورنه کړل چې له دوي څخه ملاتړ کوي، خو ویې ویل چې ډیرې ځمکې د خپلو شخصي ګټو لپاره غصب شوي دي.

نوموړی وایي، چې په ځینو ځایونو کې یې له زور واکانو څخه د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کړی او غصب شوي ځمکې یي تر یوه حده له زور واکانو څخه بیرته اخیستي دي:

"هغه ځمکې چې خلکو د خپلې ګټې لپاره غصب کړي، زیاتره یي زورور خلک دي، چې په دولت او حکومت کې ملاتړي لري او همدا راز دوي په سیمه ایز نفوذ هم لري چې له خپل نفوذ څخه استفاده کوي، د غصب شوېو ځمکو را ګرځول دا یوستونزه ده، موږ په ټولیزه توګه په دې برخه کې ستونزې لرو."

د ښاغلي جواد په وینا دوي تر اوسه څلور لکه جریبه ځمکه بیرته له زور واکانو اخیستل شوې او د ځمکو اتلس زره غاصبین یي پیژندلي دي، چې د ځینو دوسیي یي لوی څارنوالۍ ته استولي دي.

نوموړی وایي، چې د هېواد په څلور دیرش ولایتونو کی ځمکې غصب شوي، خو ډیری یي په بلخ ولایت کې دي.

دی وایي، چې لا هم دولتي ځمکې د غصب له ګواښ سره مخ دي او له مسوله ادارو څخه یي وغوښتل چې د دې ځمکو د غصب مخنیوی وکړي.

د لویي څارنوالی مرستیال رحمت الله نظري وایي، چې دوي تر اوسه پورې د دولتي ځمکو د غصب کوونکو زیاتې دوسیي څیړلي.

نوموړی وایي، دوي د افغانستان د جزا په قانون کې د تعدیل غوښتنه کړې او که چېرې دا قانون تعدیل او تصویب شي نو د ځمکو د غاصبینو سزا به درنه شي:

"هغه چا چې دولتي ځمکې نیولي وي، موږ یي دوسیي څیړو، خو د خلکو ځمکې یي که نیولي هغه بیا حقوقي مسله او هغه بیا په محکمې پورې اړه لري، چې دا د افغانستان په قوانینو کې یوه مدني دعوا ګڼل شوې ده هغه دولتي ځمکې چې د اشخاصو او افرادو له خوا نه غصب کیږي، د هغې په مورد کې دعوا تحریک کوو او وروسته ورته د حکم سره سمه سزا غواړو، څلور سوه اویا یمه ماده د جزا د قانون."

د افغانستان د ځمکو اداره وایي، چې دوي را ګرځول شوي دولتي ځمکې په اجاره ورکړي.

په افغانستان کی له تیرو لسو کلونو راهیسی ددولتی ځمکو غصب روان دې، چې په ډیرۍ دولتی ځمکو په خپل سر غیری پلانی کورونه او ښار ګوټې جوړ شويدی.

او په دولت باندی هم داسی انتقادونه موجود دی، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي او نه یې هم د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره جدي هڅې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG