د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

محمد مرسي ټولو نړېوالو تړونونو ته د درناوي ژمنه وکړه


محمد مرسي چې د مصر د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د اخوان المسلمين کانديد و، تېره اوونۍ د دې هېواد په تاريخ کې د لومړنيو ازادو انتخاباتو له لارې د ولسمشر په توګه غوره شو، پرون يې لوړه وکړه او د مصر پوځ واک رسماً ده ته وسپاره.

ده پرون د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ وينا کې چې د قاهرې په پوهنتون کې يې وکړه، ژمنه وکړه، چې پوځ ته به درناوى کوي، دا هغه نهاد دى چې د تېرکال په فبرورۍ مياشت کې د حسني مبارک د دېرش کلنې واکمنۍ تر ختم وروسته يې قدرت په لاس کې و.

د قاهرې په پوهنتون کې د خپلې وينا پر مهال محمد مرسي د ملت په ساتنه کې د پوځ پر موقف ټينګار وکړ:

”د مصر ستر پوځ به بېرته خپلې اصلي دندې ته چې د امن ټينګول او د پولو ساتل دي، ستون شي.

پوځ به د غښتلو، ګرانو او متحدو وسلوالو ځواکونو په مرسته د هېواد له ادارو سره د اساسي قانون په چوکاټ او د قانون تر حاکميت لاندې کار کوي.

زه دوي ته د ترسره کړو کارونو او لاسته راوړنو په خاطر سلام کوم.“

پخوا د اخوان المسلمين ګوند فعاليت منع اعلان شوى و، مرسي په خپله وينا کې څو ځلې د انتخابي پارلمان يادونه وکړه، هغه پارلمان چې اکثريت يې د مرسي اسلامي متحدين دي، د دوى فعاليتونه په جون مياشت کې د واکمن پوځ له خوا منع شوي وو. دا اقدام ځکه شوى و، چې د مصر سترې محکمې ويلي وو، يو پر درېيمه برخه کسانو په غيرقانوني ډول پارلمان ته لار پيدا کړې ده.

مرسي دغه راز نړيوالو تړونونو ته هم د درناوي مسئله ياده کړه، ويل کېږي له دې ټکي هدف په ١٩٧٩م کال کې د مصر او اسرائيل ترمنځ د سولې تړون دى:

”موږ نړۍ ته د سولې، حق او عدالت پيغام رسوو.

لکه څنګه چې موږ تل ژمنه کړې، د مصر پر نړيوالو تعهداتو او توافقونو ټينګار کوو. موږ دغو توافق ليکونو او معاهدو ته متوجه يو”

د مصر نوى ولسمشر محمد مرسي دغه راز په سوريه کې د تاوتريخوالي د ختمېدو غوښتنه وکړه او د فلسطين له خلکو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
XS
SM
MD
LG