د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

"په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو په برخه کې پرمختګ شوی"


نړېوال وجهي صندوق (IMF) وایي، افغانستان له یوه سخت چاپېریال سره سره، د اداري اصلاحاتوپه برخې کې پرمختګ کړی او دوي د پورونو د پروګرام پر اساس، افغانستان ته د ۱۸ اعشاریه دوه میلونو ډالرو نوی پور تصیب کړ.

نړېوال وجهې صندوق وایي، کابل، هدف ته د رسیدو په مقصد، د ارزښت او قمیت پراساس د مالیو د قانون مسوده برابره کړې، د اقتصادي جرمونو پر ضد مبارزې لپاره یي ستراتیژې جوړه کړې او د مرکزي بانک د پانګې زیاتولو چوکاټ یي برابر کړی دی.

نړېوال وجهې صندوق (اي ایم ایف) زیاتوي، که څه هم چې کابل د مالي منابعو هدف ته نه دی رسیدلی، دوي افغانستان ته د ۱۳۳ اعشاریه ۶ میلونو ډالرو د پور دوهمه برخه چي په سپتمبر میاشت کي یي تصویب کړی و، هم ورکوي.

د نړېوال وجهې صندوق ادارې مرستیاله نعمت شفیق وایي:

“ افغانستان په یوه ډېر سخت چاپریال کې د یوه ستر اقتصادي ثبات او په خپل ځان د اتکا پر لور انتقال پیل کړی دی.

افغان چارواکو دغه راز ویلي، د کابل بانک د فساد په اړه چې جګ پوړی افغان چارواکي او سوداګر په کې دخیل دي، د جمهور رئیس کرزي د فرمان له امله د بانک د پیسو او شتمنیو بیرته تر لاسه کول زیات شویدي” .

د نړېوال وجهي صندوق مرستیاله زیاتوي، په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو دوام به مالي سکټور امن کړي، اقتصادي نظام به غښتلی او د مالي ثبات پر لور به پرمخ ولاړشي.

په کابل بانک کې د ستر مالي فساد له امله چې شاوخوا یو میلیارد ډالر په کې ورک شوې دې، نړېوالو مرستندویانو افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړې او نړېوال وجهې صندوق هم دې هېواد ته خپل پور یو کال وځنډاوه.

د نړېوال وجهې صندوق ادارې مرستیاله نعمت شفیق وایي، د افغان حکومت پراخیتیایي ستراتیژي د زیاتو مالي منابعو یا عایداتو پر تحرک ولاړه ده او د راتلونکو کلونو لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو او پراختیا لپاره د مرستندیانو زیاتې مرستې جارې وساتي.

دا وایي، افغان چارواکي باید د بودجې د مصرفولو یا لګولو ظرفیت جګ کړې، د حکومت دارۍ مهمې مسلې باید حل کړې او د حکومت په بېلا بېلو ارګانونوتر کې د مسولیت اخیستنې فرهنګ باید لا ښه کړي.
XS
SM
MD
LG