د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د جون ۳۰مه په خیبرپښتونخوا کې د افغان مهاجرینو وروستۍ ورځ


ټاکل شوې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د پخواني اعلان له مخې سر له ننه یعنې د جون له دیرشمې نیټې هغه افغان مهاجرین په زوره وباسي، چې د اوسیدو قانوني اسناد ونه لري.

په همدې لړ کې پيښور ته څيرمه د خزانې کمپ استوګن وايي، د صوبايي حکومت یو هيئت، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا UNHCR او په پيښور کې د افغانستان د مهاجرینو ریاست استازو يې ملتیا کوله دغه کمپ ته ورغلي او یوارې بیا يې د صوبايي حکومت له دې پریکړې خبر کړي دي.

د خزانې کمپ یوه مشر ملک سخي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې درې ورځې وړاندې د کمپ د اړوندو چارو پاکستانی افسر ورغلی او په ټينګه يې ورته ویلي، چې ټول هغه مهاجرین چې اسناد ونه لري د جون تر پایه دې افغانستان ته ستانه شي.

دی وايي، په دې کډوالو کې ځيني يي داسې دي، چې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني ادارو د تیروتنو او غفلت له وجې کارتونه نه دي ورکړل شوي او ځينې نورو يې د اقتصادي مشکلاتو له وجې یوارې افغانستان ته کډې وړي څو د ستنیدو پر وخت یوه اندازه نقدې پيسې ترلاسه کړي.

خزانه یو له هغو کمپونو دی، چې له تیرو څه باندې درېيو لسیزو راهیسې شاوخوا دوه نیم زره کډوالې کورنۍ په کې دیره دي.

دغه خلک چې ډيری يې د ننګرهار اوسیدونکي دي وايي، په درېيو ورځو کې کډې بارول د امکان له حده وتلې خبره ده او هم د هوا تودوخه او د دوي اقتصادي مشکلات هغه ستونزې دي، چې دوي یې له سخت تشویش سره مخ کړي دي:

"محمد اضغر نومیږم او له تیرو درې دریشو کالو راهیسې په خزانه کمپ کې ژوند کوم.

دلته ډيری خلک د تراسنپورتي مصارفو توان نه لري، تاسې ته به معلومه وي، چې تر ننګرهاره د یوې لارۍ کرایه تر څلویښتو زرو کلدارو پورې ده، موږ خو کارت نه لرو ځکه نو ملګري ملتونه هم راسره مرسته نه کوي.

شفیع الله : په دې سره اور کې څنګه کډې بار کړو؟
تاسو وګورئ په پيښور او ننګرهار کې هوا څومره توده ده، لږ تر لږه دې تر اختره وخت راکړل شي بیا حاضر یو چې لاړ شو.

محمد یوسف : د افغانستان د کډوالو چارو وزیر اسلام اباد ته راغلی و او ایله یوه میاشت وخت يې راته واخیست.

تر هغې خو ښه وه چې هماغه وخت يې شړلي وای ځکه چې د نن په نسبت یوه میاشت وړاندې لږ تر لږه دومره ګرمي خو نه وه.

دې ته باید پام وشي چې په دې ګرمۍ کې موږ څنګه لاړ شو، بل دلته مو د غریبۍ ژوند روان کړی دا هرڅه څنګه په یوه ورځ کې راغونډ کړو.

که موږ په زوره وباسي نو یو لوی بحران به رامنځته شي او د دې هرڅه مسوولیت به بیا د پاکستان، افغانستان او UNHCR پر غاړه وي."


سره له دې، چې افغان کډوال د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت له دې پریکړې اندېښمن دي، خو وايي که په هیواد کې دننه لازمه مرسته ورسره وشي دې ته حاضر دي، چې د هوا په سړیدو سره خپل پلرني ټاټوبي ته ستانه شي :

"عزیز الله : زه په افغانستان کې یوه لویشت ځمکه نه لرم نو چې کډه بار کړم موټر چلوونکي ته څه ووایم چې چیرته مې یوسه؟

لږ تر لږه که زموږ د سرپناه غم وخوړل شي له ټولو ستونزو سره سره بیا هم حاضر یو چې هیواد ته ستانه شو."


UNHCR وايي، دوي یواځې د هغو افغانانو مسوولیت مني چې له دوی سره ثبت او په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ولري، خو هڅه مو وکړه ددې موضوع په باب د صوبايي حکومت او په پيښور کې د افغانستان د مهاجرینو ریاست د مسوولینو نظر هم واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم بریالي نشوو.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت دوه میاشتې وړاندې هغو افغان مهاجرینو ته د می تر پنځه ویشتمې له پاکستانه د وتو خبرداری ورکړی و چې په دې هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد ونه لري.

دغه ضرب الاجل اسلام اباد ته د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر تر سفر وروسته یوه ماشت نور هم تمدید شو چې دادی د جون په ختمیدو سره دغه نيټه هم پای ته ورسیده.

د یوې اندازې له مخې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې څه باندې څلور لکه دغه ډول کډوال ژوند کوي چې له هغې ډلې شاوخوا څلورنیم سوه کورنۍ يې په خزانې کمپ کې دیره دي.

ډیری افغان مهاجرین نور په پاکستان کې د نا مناسبو شرائطو له وجې هیواد ته ستنیدل د ځان په ګټه بولي خو اقتصادي مشکلات او په افغانستان کې د سرپناه نشتوالی ددې کار په وړاندې یواځني خنډونه ګڼي.

دوی وايي که د تګ پر مهال او بیا په افغانستان کې د میشتیدا په لړ کې لازمې مرستې ورسره وشي نو ډير زر به خپلې کډې بار کړي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG