د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

"پاکستان نورد غیرقانوني کډوالو د استوګنې زغم نه لري"


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میاافتخارحسین
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میاافتخارحسین
پاکستاني چارواکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې د غیرقانوني افغان کډوالو او د څلور لکه بې سنده افغانانو د استوګنې زغم نور نو نه لري.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میاافتخارحسین پرون وویل، چې د قانون د تنفیذ ادارو ته دنده سپارل شوې څو د غیرقانوني افغانانو لېست برابر کړي او د شنبې په ورځ د ټاکل شوي مهلت له تېرېدو وروسته یې ونیسې، محاکمه او بیایې خپل هېواد ته ستانه کړي.

حسین وویل، چې د نړۍ هېڅ هېواد غیرقانوني کډوال نشي زغملای، ده زیاته کړه چې پاکستان د دوه دېرشو کلونو لپاره افغان کډوال ومنل خو ایالتي حکومت نور د دوي بار پر خپله اوږه نشي وړای او دوي باید خپل هېواد ته ستانه شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، چې خپل هېواد ته د غیرقانوني افغانانو په زورستنول د کډوالو ستونزه نه یوازې حلولای نشي بلکې نوره یې هم پېچلې کوي.

خو IOM یا د مهاجرت نړېوال سازمان وايي، چې افغانستان د دومره زیات شمېر راستنېدونکو کډوالو لپاره ځای او ظرفیت نلري.

د IOM ویاندې آنچال خورانا فرانسپرس آژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د دې شمېر راستنېدونکو لپاره لازمې سرچینې، ښوونځي، کلینیکونه او په خاص ډول د کار امکانات نشته.

د ملګروملتونو دکډوالو اداره UNHCR وايي، په پاکستان کې د دېره قانوني افغان کډوالو شمېر اولس لکه دی، خو لکونه نور افغانان بیا له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسي.
XS
SM
MD
LG