د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

تاجکي کونډې باید له خپلو دیني عالمانو نه "مننه" وکړي


د تاجکستان د پنځه کلنې کورنۍ جګړې ټپونه لا سم نه دي رغیدلې، خو د خونړیو شخړو له ختمیدو څخه پنځلس کاله وروسته، په جګړو کې په زرونو کونډو ښځو د دې هېواد له دیني عالمانو څخه داسې لار ښوونې او فتواګانې تر لاسه کړي چې له مخي به یي، دوي نوی ژوند پیل کړي او کونډې باید د دغه نیک کار په بدل کې له خپلو دیني عالمانو څخه مننه وکړي.

عزیزه سیدووا وایي، په تاجکستان کې د خونړۍ کورنۍ جګړې د لومړيو کلونو د ژمې یوه ډېره سړه شپه وه او ما داسې فکر کاوه چې له دي څخه به نور بد حالت نه راځي.

د سیدووا مقصد د ۱۹۹۲ کال سختې او تیاره شپې دي چې اوه میاشتې په کې خونړۍ کورنیو زور اخیستی و او پنځه کاله یي دوام وکړ.

عزیزه سیدووا وایي، زمونږ کلی په جګړو کې وران شو، خاوند مې ووژل شو، په ۲۶ کلنۍ کې کونډه شوم او دوه ماشومان راته پاته شول.

د تاجکستان په جنوبي او ختیځو سېمو کې د جګړو په جریان کې له پنځه ویشت زرو زیاتې ښځې کونډې شوې او د زرونو نورو ښځو مړونه تري تم دي.

د تاجکستان په کورنیو جګړو کې ۵۵ زره کوچنیان یتیمان شوې او کله چې د ۱۹۹۷ کال د جون په ۲۷ مه د تاجکستان کورنۍ جګړه ختمه شوه، د سیدووا په ګډون زیات شمېر میندو د خپلو کوچنیانو یا یتیمانو د روزنې او د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره د همت ملاوې وتړلې.

زیات شمېر ښځو د جنوبي ښار، کولاب دیوه مسجد ملا امام ملا خامراد رجب اوف ته مراجعه کوله او له هغه څخه یي مشورې غوښتلې. ملا رجب اوف وایي:

“له کورنۍ جګړې وروسته په هېواد کې بشپړ مصیبت و. زیات شمېر ښځې نه پوهیدلې چې مړونه یی چیرې دي. دوي نه پوهیدلې چې هغوي ژوندې دي او که وژل شویدي. دوي به زمونږ مشورې غوښتلې. پدي اړه زیات بحثونه کیدل”.

د تاجکستان له کونډو سره به سیمه اېزو حکومتونو او نړېوالو خیره موسسو یو څه بشري مرستې کولې او د کارونو لپاره د مهارت یا کسب په زده کړې کې به یي هم ورسره مرستې کولې.

په دې توګه ښځو پرځان باور پیدا کړ چې دوي هم د نارینه و په څېر، د کورنۍ د نفقې پيدا کولو توان لري.

یو شمېر ځوانو تاجک میرمنو یا کونډیانو غوښتل چې بیرته عادي ژوند ته د داخلیدو په مقصد بل خاوند وکړي خو په زیاتو مواردو کې د کورنۍ غړیو ورته ددي کار اجازه نه ورکوله او دا مسله د دین او عنعناتو په چوکات کې نوره هم پیچیلې شوې وه.

د عزیزه سیدووا خاوند ژورنالیست و او په ۲۸ کلنې کې په جګړو کی وژل شوی و، دا وایي، ما نشو کولاي چې د خپل ځوان خاوند له مرګ وروسته له بل چا سره د نکاح کولو پریکړه وکړم.

ملا خامراد رجب اوف وایي، دا او نورې مسلې هغه مهال روښانه شوې چې د تاجکستان اسلامي مرکز په دوشنبې کی غونډه وکړه او د اسلام د اصولو په رڼا کې یي د تاجکو ښځو لپاره د نوي ژوند دپیل کولو لار خلاصه کړه.

د تاجکستان اسلامي مرکز چې په هیواد کې تر ټولو با صلاحیته اسلامي مرکز دی، په ۱۹۹۷ کال کې یي فتوا صادره کړه او زیات شمېر ښځې یي له قیوداتو او بندیزونو څخه خلاصې کړې.

په پخوا وختونو کې که د یوې ښځې خاوند مړ کیده نو باید تر یوه کاله پورې یي صبر کړی واي، خو د ددي نوي فتوا پر اساس دا وخت څلور میاشتې او لس ورځې ټاکل شویدی. که چیري ثابته شي چې کونډه له خپل پخواني خاوند څخه په اولاد امیند واره نه ده، نو له بل کس سره نکاح کول یي مجاز دي.

ملا رجب اوف وایي، که چیري ښځه امیند واره وي، نو باید صبر وکړې چی اولادیی پیدا شي او وروسته نکاح کولاي شي.

په تاجکستان کې نوي فتوا د هغو ښځو پر ژوند هم اغیز کړی چې مړونه یي په جګړو کې تري تم شویدي.

په ځینو اسلامي مقرراتو کې که چیري د یوې ښځې خاوند لادرکه کیږي نو ښځه باید تر هغې صبر وکړې چې د خاوند عمر یي ۹۹ کلونو ته ورسیږي. ملا رجب اوف وایي:

“د دغه حالت له امله د تاجکستان اسلامي مرکز یوه فتوا صادره کړه او پکې ویل شوي، کومې ښځې چی مړونه یي لادرکه شوې، څلور کاله باید انتظار وکړي. له دي مودې وروسته، که چیري د خاوند درک یی معلوم نشو نو ښځه له بل کس سره د نکاح کولو اجازه لري”.

د تاجکستان ملایان دا هم وایي، دا ضرور نده چې کونډې به د خپلو ورکو شویو یا مړو شویو مړونو د کورنۍ له غړیو یا خپلوانو سره نکاح کوي بلکه پدي کار کې پوره آزادي لري.

طبیعې ده چې زیات شمېر ښځې بل واده یا نکاح کولو ته زړه نه ښه کوي. زیات شمېر لا هم خپلو لادرکه شویو مړونو ته سترګې په لار دي. زیات شمېر یي د رواجونو پابندې دي ، د خپلو مړونو د بیلتون له غم سره ژوند کوي او خپل ژوند د خپلو اولادونو لپاره وقف کوي.

په تاجکستان کې زیات شمېر ځوانې کونډيانې بیا د دینی ملایانو مشورې او لارښوونې په نظر کې نیسي او نوی ژوند جوړوي.

غزیزه سیدووا چې په ۲۶ کلنې کی کونډه شوي وه ، په ۳۲ کلنې کې یي له بل کس سره واده وکړ. دا وایي:

“ ملایانو به مونږ ته لارښوونه کوله. دوي به مونږ ته ویل چې ژوند باید پرمخ بوزو او د وژل شویو مړونو ویر او ماتم یوازې څلور میاشتې او لس ورځي دی.

کونډه باید دا موده په پام کی ونیسي او وروسته باید د یوه بل مناسب کس د میندلو هڅه وکړې”.
XS
SM
MD
LG