د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

د پاکستان صدراعظم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر کوي


د پاکستان نوی صدر اعظم راجه پرویز اشرف
د پاکستان نوی صدر اعظم راجه پرویز اشرف
د پاکستان نوی صدراعظم ″راجه پرویز اشرف″ به لومړنی رسمي سفر افغانستان ته وکړي. هغه به رانوي میلادي میاشت کابل ته راشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د مقاماتو په وینا تمه ده؛ چې نوی صدراعظم به دوې اوونۍ وروسته، افغانستان ته ولاړ شي.


ښاغلي اشرف د صدراعظم په توګه له انتخابیدو وروسته، ملي اسمبلۍ ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل، “کابل پاکستان ته تر ټولو مهم دی.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري ″حنا رباني کهر″ په اسلام آباد کې، د افغانستان له سفیر سره په غونډه کې، په نیژدې راتلونکي وخت کې، کابل ته د صدراعضم ″راجه پرویز اشرف″ د سفر خبره تایید کړه.

هغې دافغانستان سفیر ″عمر داودزي″ ته وویل، چې نوي صدراعظم کابل ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي بلنه منلې ده.

د جولای په میاشت کې په توکیو کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړیږي. میرمن کهر په پاکستان کې افغان سفیر ته وویل؛ چې نوموړی به د توکیو په کانفرانس کې د پاکستاني هیات مشري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري وویل، چې پاکستان به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره شل میلیونه ډالره اختصاص کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات په اعلاميه کې راغلي دي؛ چې د دې پیسو ډير برخه به د افغانستان د ملي ځواکونو د ظرفیت د لوړیدو، لپاره په تخنیکې او فني چارو ولګول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر، په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر داوودزي د دواړو هیوادونو د ګډو پولو د امنیت په اړه خبرې وکړې.

میرمن کهر پر دې اندیښنه ښکاره کړه، چې له افغانستان څخه وسله وال وراوړي او د پاکستان پر پولو د تلاښۍ پر پوستو حملې کوي. هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان حکومت باید د وسله والو د دغو عملیاتو مخنیوی وکړي.

د پاکستان نوي صدراعظم ته د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د چارواکو له خوا د بیلابیلو مسالو په باب معلوملت ورکړل شول.

هغه ته وویل شول، چې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو د لارې د پرانیستلو په اړه؛ د پاکستان او امریکا تر منځ خبري ځنډيدلي دي؛ ځکه چې، واشنګتن د پاکستان داغوښتنه رد کړه، چې امریکا باید د هغې پيښي په اړه له پاکستان څخه رسمي بخښنه وغواړي؛ چې ۷ میاشتي وړاندې امریکايي عسکرو د افغانستان او پاکستان پر ګډ سرحد د ″سلا لې″ په سیمه کې پر پاکستاني پوځي پوستو حمله وکړه او۲۴ پاکستاني عسکر په کې ووژل شول.
XS
SM
MD
LG