د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

قلاتوال: ملي امنیت د تاجکستان یوه هیلیکوپټره مهرلاک کړې


د ټرانسپور او هوايي چلند وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال
د ټرانسپور او هوايي چلند وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تاييد کړه؛ چې د تاجکستان یوه هیلیکوپټر د امنیتي ملاحظاتو له امله تاجکستان ته له تګ څخه منع شوې ده.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال له ازادي راډیو سره په مرکې کې وویل؛ چې دغه پوځي هلیکوپټر د افغانستان د استخباراتو د ادارې ملي امنیت له خوا د امنیتي ملاحظاتو له امله له مخکې مهرلاک شوې وه.

پخوا تر دې یو شمیر رسنیو راپور ورکړی وو، چې د تاجک ایرلاین دوه هلیکوپټرې چې افغانستان ته تللې وې، بېرته تاجکستان ته له تلو منع شوې دي.

په راپورونو کې دا هم راغلي، چې د هلیکوپټرې دولس تنه عمله هم کابل ته نږدې په یوه کور د افغان حکومت له خوا نظر بند شوي دي.

په دې اړه زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي قلاتوال سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:25 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG