د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

اوباما د روغتیايي خدماتو په برخه کې د سترې محکمې د حکم هرکلی کړی


U.S. -- US President Barack Obama speaks in the East Room of the White House in Washington, DC. , 28Jun2012
U.S. -- US President Barack Obama speaks in the East Room of the White House in Washington, DC. , 28Jun2012
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د سترې محکمې د هغه حکم هرکلی کړی؛ چې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د ده د پلان د یوې مهمې برخې ملاتړ کوي او دا یې د امریکا د ولس لپاره یوه بریا وبلله.

سترې محکمې پرون د څلورو مخالفو رایو په وړاندې په پنځو موافقو رایو سره هغه استدلال رد کړ چې ګنې د روغتیايي مراقبت په برخه کې د ولسمشر بارک اوباما په پلان کې د فردي مکلفیتونو هغه برخه د قانون خلاف ده چې وايي، که امریکایان تر ۲۰۱۴ م کاله پورې د روغتیايي مراقبت تر چتر لاندې رانه شي جریمه به ورکوي.

د ناروغ د محافظت او د ارزانه صحي خدماتو قانون، چې د اوباما د قانون په نوم مشهور شوی، په ۲۰۱۰ کال کې له توشېح وروسته په ټوله امریکا کې بحثونه راپارولي او د جمهوري ریاست د کاندید مټ رومني په ګډون تقریباً ټولو جمهوريت غوښتونکو یې مخالفت کړی دى.

د سترې محکمې پرونی حکم چې په څو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د اوباما لپاره یوه مهمه سیاسي بریا بلل کېږي. اوباما په سپینه ماڼۍ کې وویل چې اوس باید ټوله پاملرنه د دې پلان پر عملي کولو متمرکزه شي:

”موږ به د دې قانون عملي کولو ته دوام ورکړو او ګډ کار به وکړو، په هرځای کې چې کولای شو اصلاح یې کړو، خو هغه څه چې دا هېواد یې زغم نه لري او باید ویې نه کړو د تېرو دوو کلونو د سیاسي مبارزې بیا پیل یا هغه ټکي ته ستنېدل دي چې هرڅه په کې ولاړ وو.”

خو د جمهوريت غوښتونکي ګوند کاندید مټ رومني وویل چې د دې قانون د لغوې لپاره مبارزه به بس نه کړي:

”تاسو ښايي تصور وکړای شئ چې زه د سترې محکمې د حکم ضد او له مخالفینو سره یې موافق یم. څه چې محکمې په خپله وروستۍ غونډه کې ونه کړل، که د متحدوایالاتو د ولسمشر په توګه غوره شم، زه به یې وکړم او هغه دا چې زه به د اوباما دا قانون فسخ کړم”

د خلکو د استازو جرګې د جمهوريت غوښتونکي اکثریت مشر ایریک کانټور خبریالانو ته وویل چې د دې قانون د لغوې لپاره یې د جولای پر یوولسمه د رای اخیستو یوه غونډه رابللې ده، خو تمه کېږي چې په مشرانو جرګه کې د اوباما د دیموکرات ملګري به د دې اقدام مخنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG