د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

کوټه: ١٨ شيعه زيارت کوونکي ووژل شول


پرون ماښام كوټې ښار ته نيژدې له ايرانه د را ستانه شويو شعيه زيارت كوونكيو پر بس باندې بم بريد شوى چې په نتيجه كې يې اتلس تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه پكې ټپيان شوي دي.

د پنجشنبې په ماښام له ايرانه د را ستانه شويو مسافرو ډك بس كوټې ښار ته د را رسېدو په حال كې وو چې د ښار جنوب لور ته د هزار ګنځي په سيمه كې بمي بريد پرې وشو چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پوليسو مشر مير زبير د پېښې په ځاى كې رسنيو ته وويل چاودنه په داسې حال كې وشوه چې بس د بلوچستان له تفتان ښاره د بسونو تمځاى ته را رسېدلى وو:

“لومړني شواهد مو چې تر لاسه كړي داسې مالومېږي چې څنګ ته په يوه ولاړ موټر كې چاودېدونكي مواد ځاى پر ځاى شوي او چاودل شوي دي، زموږ پلټنې روانې دي، په سمدستي توګه دا نه شو ويلاى چې دا څه ډول بريد وو، خو دا ښكاره جګړه ده او زموږ د امنيتي ادارو كسان په پرله پسې توګه د خپلو سرونو قربانۍ وركوي، موږ پوره هڅه كوو چې د دا ډول پېښو مخه ونيسو”

د پوليسو مشر وايي په چاودنه كې له لسو تر پينځلسو كيلوګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي دي، خو ځينې عيني شاهدين بيا وايي له نيژدې غره څخه يو توغندى را وتوغول شو او بس پرې ولګېد چې له امله يې بس په بشپړه توګه تباه شو او ونړېد، ورسره څنګ ته د پوليسو ګزمه كوونكي موټر ته هم سخت زيان رسېدلى او په چاودنه كې دوه پوليس عسكر هم وژل شوي دي. د پېښې يو عيني شاهد وايي:

“موږ په دوكان كې ناست وو چې زوروره چاودنه وشوه، لكه زلزله چې وشي موږ په منډه را ووتلو، لوګي پورته كېدل ټولو خلكو د چاودنې ځاى ته منډې را وهلې، پوليس هم را ورسېدل، موږ خلكو ته ويل څلور پينځه كسان راشئ چې دا مړي او ټپي پورته كړو”

پوليسو تر چاودنې وروسته سيمه محاصره كړې او څوك يې نه ور پرېښوول چې له امله يې ټپيان په ځنډ سره روغتونونو ته انتقال كړاى شو، چې په هغوى كې هم د ځينو حالت نازك ښوول كېږي. يو بل عيني شاهد وايي:

“موږ په خپله كوټه كې ناست وو د چاودنې ږغ مو واورېد او ورته راغلو، لومړى خو پوليسو نه پرېښوول وروسته مو خلكو ته وويل چې راشئ مرسته وكړئ مړي او ټپيان راسره پورته كړئ، ډېر مړي مو وليدل چې د چا غاړې پرې وې، د چا لاسونه پښې نه وې”

پوليس وايي په بس كې له څلوېښتو تر شپېتو تنو پورې مسافر سپاره وو چې د چاودنې په نتيجه كې تر اوسه پورې د ديارلسو تنو د وژل كېدو او پينځويشتو د ټپي كېدو خبر لري، خو د اېدهي مرستندويې ادارې يو كاركوونكى بابول خان د پېښې د قربانيانو شمېر تر دې زيات يادوي:

“زموږ موټر په سمدستي توګه د پېښې ځاى ته را ورسېدل، له دې ځايه مو اتلس مړي او شاوخوا پينځويشت ټپيان بي ايم سي روغتون او ملكي روغتون ته انتقال كړل”

په دې بمي بريد كې وژل شوي او ټپيان اكثره هزاره توكمه شعيه مسلمانان دي. هزاره ډيموكراټيك ګوند او د شعيه ګانو يوې شورا دا بريد غندلى او نن يې په كوټه ښار كې د دې پېښې په خلاف كاربنديز او درې ورځنى ماتم اعلان كړى دى.

د دې بمي حملې مسووليت افراطي سني ډلې لښكر جنګوي پر غاړه اخيستى. دې ډلې په كوټه او شاوخوا سيمو كې په تېرو څو كلونو كې پر شعيه مسلمانانو باندې د لسګونو بمي بريدونو او هدفي وژنو مسووليتونه منلي دي، هزاره توكمه شعيه مسلمانان وايي حكومت تر اوسه پورې د دې ډلې په خلاف هيڅ ډول ګامونه نه دي پورته كړي.

باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG