د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د معافیت فرهنګ د جنسي تیري پیښې زیاتې کړي دي


د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون غوښتنه کوي چې پر ښځو زور زیاتي کوونکي او جنسي تیري کوونکي باید په جدي توګه مجازات شي.

د دې کمیسیون مسوولان څرګندوي، چې له دې سره به هم قانون په پوره توګه عملي شي او هم به تر ډیره د دې ډول پیښو مخه ونیول شي.


د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون د قانون پوره نه عملي کول او په عدلي او قضایي ارګانونو کې د معافیت فرهنګ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د جنسي تیري د زیاتیدو مهم لاملونه بولي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي که څه هم د تیرکال په پرتله په دې هیواد کې د جنسي تیري پیښې کمې شوي خو پر ښځو او نجونو په ډله ایزه توګه د جنسي تیري په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دې کمیسیون د ښځو د ملاتړ او د حقوقو د پراختیا کمیشنرې ثریا صبحرنګ د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل هغه کسان چې پر ښځو جنسي تیري او یاهم زور زیاتی کوي یا نه نیول کیږي او یاهم په عدلي او قضایی ارګانونو کې لازمه سزا نه ورکول کیږي:

" تاوتریخوالی نن یوه پراخه پدیده ګرځیدلې ،ناموسي وژنې،جنسي تیري،د پښو او لاسونو پرې کیدل او رواني،جنسي او داسې نور مخ پر زیاتیدو دي.

دا پیښې د تیرو کلونو په پرتله زیاتې دي او سختې اندیښنې یې هم را پارولي دي.
هرڅوک چې قتل او تیری وکړي تښتي چې دا په خپله په ټولنه کې د جرم او جنایت د دوام لامل ګرځي".

دې څرګنده کړه په روان لمریزکال کې ناموسي وژنې ډیرې شوي او یوازې د روان په دوو لومړیو میاشتوکې شپاړس داسې پیښې ثبت شویدي.

ثریا صبحرنګ څرګنده کړه چې پر ښځو او نجونو د جنسي تیري په پیښوکې تر ډیره سمیه ایز زور واکي،ځینې حکومتي مسوولان او سیمه ایز پولیس ښکیل دي چې یا د پولیسو لخوا نه دي نیول شوي او یاهم سزا نه ده ورکړل شوې.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل چې پولیس په دې برخه کې جدي عمل کوي او پر ښځو د زور زیاتي ټولو پیښو ته یې رسیدګي کړې ده.

په عین حال کې عام خلک هم له حکومت نه غواړي ترڅو هغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري او په علني ډول یې محاکمه کړي چې پر ښځو او نجونو جنسي تیري او زور زیاتی کوي:

" دا یوه داسې مساله ده چې باید دولت ورته جدي پاملرنه وکړي څو کسان چې جدي مجازات شي ښایی دا پیښې کمې شي.

دا پیښې ځکه زیاتې شوي چې یو تن ونیسي څو افغانۍ چې ورکړي بیرته خوشي کیږي.

۲- دا ډول مسایل په افغانستان کې مونږ هم په افغاني او هم په اسلامي لحاظ ډیر بد ګڼو او دا دول پیښې پر مونږ ډیرې بدې اغیزې کوي.

دا ډول پیښې په شمالي برخو کې ډیري دې مونږ که له دولت نه وغواړو یا نه دا یې دنده ده چې د جنسي تیري عاملن ونیسي او سخته سزا ورکړي".

خو د سترې محکمې چارواکي دا نه مني چې ګوندې په محاکمو کې د هغو کسانو پرضد جدي اقدامات نه دي شوي چې د ښځو پر ضد یې په یوه ډول تاوتریخوالی کړی وي.

د سترې محکمې مطبوعاتي مسوول عبدالوکیل عمري د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې ډیرې دا ډول دوسیې حتی په علني ډول فیصله شویدي:

"له مونږ سره په دې برخه کې احصایی وضاحت لري،که چیرې له دوی سره داسې کومه بیلګه وي چې محاکمو دې پیښو ته رسیدګي نه وي کړي وړاندې کړي چې مونږ پرې غور وکړو.

په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته او سترې محکمې ورته رسیدګي کړې.
سترې محکمې محاکمو ته لارښوونه کړې چې قضایی غونډې علني جوړې کړي خو بیاهم دا د دوی کار پورې اړه لري چې څنګه غونډه جوړوي".

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې پر ښځو په ډله ایزه توګه د جنسي تیري او د هغوی د وژنو او وهل ډبولو ډیر راپورونه خپاره شول چې له امله یې د ښځو د حقوقو فعالانو،د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون او حتی عامو خلکو اندیښنه څرګنده کړه.

سره له دې چې له تیرولسو کلونو راهیسې په ملي او نړیواله سطح په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د مخنیوي هلې ځلې کیږي خو اوس هم په دې هیواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې په بیلا بیلو ډولونو زور زیاتی کیږي.

نجونې په بدو کې ورکول کیږي،په زور ودیږي،په ځینو مواردو کې پر ښځو او نجونو په ډله ایزه توګه جنسي تیري شوي،وهل ډبول شوې او حتی څه موده مخکې له یوې ښځې څخه میړه ژبه هم غوڅه کړې وه
XS
SM
MD
LG