د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

په هند کې د افغانستان لپاره نړيواله غونډه پرانيستل شوه


د هند په مرکز کې د افغانستان لپاره نړيواله غونډه روانه ده. دا غونډه د کابل، نوي ډيلي او د هند د صنعتي ټولنې له لورې تنظيم شوې ده او پکې د لسګونو هيوادو استازيو ګډون کړي دي.

په افغانستان کې د شخصي پانګوالو او سوداګرو د جذبيدو لپاره په نوي ډيلي کې نړيوال کنفرانس نن پرانيستل شو.

په دې غونډې کې د درې ديرش هيوادو اويا کمپنيو برخه اخيستې ده چې په هغو کې چينايي، جرمني، فرانسوي، جاپاني، پاکستاني، ترکي، ايراني او د متحد ايالتونو کمپنۍ شاملې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند وحيد اله غازي خيل د غونډې له ځايه په ټيلفون وويل چې د غونډې برخه وال په افغانستان کې د نويو پانګونو د امکاناتو په برخه کې وړانديزونه کوي:

« په دغه ځانګړي کنفرانس کې چې نژدې درې سوه پنځوس کسانو برخه پکې اخيستې ده، دوي د سيمې د هيوادو او د نړيوال ټولنې پاليسي جوړوونکي او تجربه لرونکي غړي دي. دوي به په افغانستان کې د پانګونې د چانسونو لپاره وړانديزونه وکړي.

د ډيلي په دې غونډې کې به د افغانستان د سوداګرۍ اسانتياوو، د روانو امنيتي حالاتو په اړه څرګندونې وشي او د افغانستان له خوا به له نورو سره د عملي ګامونو د اخيستلو لپاره نظريات شريک شي»


د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د غونډې پرانيستونکې ويناوې وکړې.
د هند د بهرنيو چارو و زير له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، انديښنه څرګنده کړه خو ويې ويل، که چيرته ګڼ پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي بيا به امنيتي ستونزې هم راکمې شي.

د دې يوې ورځنۍ غونډې چارې د هند صنعتي ټولنه د هند او افغانستان د حکومتونو په مرسته تنظيموي.

د هند د صنعتي ټولنې غړي وايي، د افغانستان لپاره د دې جوړې شوې غونډې هدف دا دي چې بهرني پانګه وال وتوانيږي د کانونو، تيلوګازو او په افغانستان کې د بيخ بنسټه پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

د هند د صنعتي ټولنې چارواکي همداراز وايي چې په افغانستان کې د کرهڼې، صنعت، د ودانيو د جوړولو، روغتيا او د خدماتو د وړاندې کولو په برخو کې، پانګونې ته له درې لسيزو جګړو وروسته سخته اړتيا ده.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لپاره په دې نړيواله غونډه کې د افغانستان او هند تر دوه سوه د ډيرو کمپنيو استازيو هم برخه اخيستې ده همداراز د نړيوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق استازيو پکې ګډون کړي دي.

د دې غونډې پر پريکړو به د توکيو په کنفرانس کې هم غور وشي، تمه ده چې د جولاي په اتمه د جاپان په مرکز کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي. هيله ده چې د توکيو په کنفرانس کې نړيواله ټولنه تر دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته، چې له افغانستانه بهرني محارب ځواکونه وځي، د مرستې ژمنې وکړي.
XS
SM
MD
LG