د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۲

په کابل کې ۲۲ سلنه ناروغۍ له غیر صحي اوبو څخه رامنځ ته کیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو ککړتیا د اندیښنې وړ ده او که په دې برخه کې اقدام و نه شي نو تر راتلونکو پینځو کلونو پورې به په کابل کې پاکې اوبه ډیرې کمې وي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا یوه نوې ترسره شوې سروې ښیي چې؛ په کابل کې ۲۲ فیصده ناروغۍ له ککړو او غیر صحي اوبو څخه رامنځته کیږي.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې که په دې برخه کې جدي کار و نشي، نو کابل به د پاکو او صحي اوبو له کمښت سره مخامخ شي.

د عامې روغتیا وزارت د اوبو او حفظ الصحې رییس انجنیر محمد علي اکبري آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په کابل کې ترډیره بد رفته څاګانې په خپل سرکیندل شوی او په دې برخه کې هیڅ ډول معیار په پام کې نه دی نیول شوی.

"وروستۍ سروې چې د عامې روغتیا وزارت له خوا شوې، ښیي چې، په کابل او یا هم د افغانستان په سطح کومې ناروغۍ چې پيښېږي، د همدې غیر صحي اوبو له امله رامنځته کیږي. په خاصه توګه د نس ناستي پيښې چې له چټلیو او غیرصحي اوبو څخه رامنځته کیږي.

شاید تر راتلونکو پينځو کلونو پورې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه د دولتي چارواکو او د دې ښار د اوسیدونکو د نه پاملرنې له امله په بشپړ ډول ککړي شی."

کابل ښاروالۍ هم د غیر معیاري بدرفته څاګانو کیندل د کابل ښار د راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس نثار احمد حبیبي وايي، چې د غیر معیاري سبټیکو څاګانو موضوع دوی هم اندیښمن کړي دي.

"موږ په کابل کې د غیر معیاري او غیر سټنډرډ سپټیکو څاګانو د ایستلو پخاطر اندیښنه لرو. کابل هغه ښار دی چې ۷۰ فیصده بې پلانه او په خپل سر جوړ شوی. حتی غرونه هم غصب شوي.

نو په دې صورت کې د کابل ښار د ټولو غرونو لمنې او له ۳۰ فیصده څخه زیاتې نوري سیمې له همدې ډول څاګانو څخه کار اخلي چې دا کار ډیر خطرناکه دی او پاکي اوبه له مینځه وړي."

د کابل ښار اوسیدونکي هم له افغان حکومت څخه تمه لري؛ چې په دې برخه کې جدي اقدام وشي.

دوی پر حکومت او دکابل پر اوسیدونکو انتقاد کوي چې دا حیاتي مساله یې هیره کړېده:

" ټول ماشومان د همدې ککړو اوبو له امله ناروغ شوي او په روغتون کې دي. هیڅ څوک هم پام نکوي.

" په راتلونکي کې اوبه خرابیږي. دوی او ماشومان به یې ناروغان شی. "

" په لومړۍ مرحله کې باید خلک او ورپسې دولت چې سل په سله کې مسئول دی له قانوني لارو یو کا رو کړي او د دې کار مخه و نیسي. "

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، همدا اوس د خیرخانې، تایمنې، قلعه فتح الله وزیر آباد او د کابل ښار په ډیرو نورو سیموکې خلکو د خپلو کورونو څنګ ته په خپل سر غیر معیاري بد رفته څاګاني ایستلي.

دوی وايي، چې پدې سیمو کې اوبه زیاتي ککړي شوي او ښایی چې په نږدې راتلونکې کې د ګټې اخیستې وړ نه وي.

د کابل ښار د اوبو رسولو ریاست هم وايي چې په وروستیو کې وچکالیو، غیر معیاري څاګانو او د ښار په بیلابیلو برخو کې ډنډ شوو اوبو په زیاته اندازه تر ځمکې لاندي اوبه ککړې کړي.

د کابل ښار د اوبو رسولو ریس انجنیر محمد لطیف مظفرخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې، اوس مهال دوی د کابل ښار کمو پلان شویو سیمو ته پاکې اوبه رسوي.

"اوسمهال موږ یوازي د کابل ښار ۳۰ فیصده پلان شویو سیمو ته اوبه رسوو. ، په پراختیایې برخه کې موږ تر ۲۰۱۵ کال پورې شاوخوا ۵۰ فیصده سیمې په پام کې نیولي چې د دې پروژې یوه برخه پيل شوې اوپر دې پراختیایې پروژې عملا کار جریان لري. تر ۲۰۲۰ م کاله پورې د کابل ښار لپاره ستراتیژیک پلان دا دی چې ټول ښار ته به اوبه و رسوو."

کابل د افغانستان له ګڼ میشته ښارونو څخه دی چې د معلوماتو له مخې له ۵ میلیونو څخه زیات خلک پکې اوسیږي.

په تیرو لسو کلونو کې پدې ښار کې په خپل سر په لسګونو لوړ پوړې ودانۍ جوړي شوي چې زیاتره یې کانالیزاسیون سیسټم نلري او دې کار هم د اوبو په ککړولو کې مرسته کړې.
XS
SM
MD
LG