د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۳۹

رباني: پاکستان د طالبانو بندي مشران خوشې کړي


د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني پر پاکستان ټینګار کړی دی؛ چې د طالبانو بندي مشران دې خوشې کړي او د افغان حکومت سره دې د سولې د خبرو لپاره وهڅوي.

نوموړي د د رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي؛ په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره باید پاکستان له هغې ډير څه وکړي؛ چې اوس یې کوي.


له هغې راهيسې چې صلاح الدین رباني د اپریل په میاشت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر شوی دا یې له یوې لویدیځې رسنۍ سره لومړني مرکه ده.

نوموړی وايي، هیله لري، چې د سولې پروسه ته به چې ډیر افغانان او لویدیځوال یې د ۲۰۱۴ م کال څخه د مخه د امن ډ ټینګولو یو ښه چانس ګڼي یو نوی ځواک ورکړي.

ټاکلي ده، چې بهرني محاربوي سرتیري به تر ۲۰۱۴ م کال پورې له افغانستان څخه ووځي.

صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني زوی دی چې پلار يې په یو ځان وژونکي برید کې ووژل شو.

صلاح الدین رباني د رویټرز خبري اژانس سره دا مرکه سعودي عربستان او پاکستان ته تر سفر مخکې کړي ده؛ چېرې به نوموړي د افغانستان د سولې پر بهیر له چارواکو سره خبرې وکړي.

رویټر خبري اژانس وايي، صلاح الدین رباني ورسره په هماغه کور کې مرکه کړې؛ چې په شا او خوا یې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او تیر کال یې په کې پلار د یو ځان وژونکي له خوا چې ځان یې د طالبانو استازی معرفي کړی و؛ ووژل شو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ویلي، پاکستان په دې اړه چې طالب مشران د خبرو میز ته کینوي؛ ډیر څه کولی شي. ځکه د ښاغلي رباني په وینا دوی نفو‌ذ لري او پاکستان د دې ټولې پروسې کیلي ده.

په تیر کال کې وسله والو طالبانو وویل، چې د امریکايي چارواکو سره يې د سولې لومړنۍ خبرې ځنډولې دي، له دې سره د بارک اوباما د اداري هغه هیله تر سره نه شوه؛ چې غوښتل یې د روان کال تر پایه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بهیر پیل کړي.

له همدې کبله پاملرنه د مخالفو وسله والو سره د افغان حکومت خپلو هغو هڅو ته وواښته چې د منځګړيو له لارې يې د وسله والو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره کوي.

صلاح الدین رباني په دې مرکه کې زیاته کړې، پاکستان باید د ملا عبدالغني برادر په شان طالب مشران له بنده خوشي کړي؛ څوک چې په طالبانو کې له ملا محمد عمر وروسته دویم مهم کس بلل کېږي.

د ښاغلي رباني په وینا، د دې کسانو خوشې کول او یا افغان حکومت ته سپارل به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

افغان چارواکي باور لري، چې ملا برادر د سولې د خبرو لپاره د طالبانو په چمتو کولو کې مهم رول لوبولی شي.

داسې راپورونه شته، چې په ۲۰۰۹ کال کې ملا برادر پرته له دې چې پاکستان پرې خبر وي د سولې د خبرو د پیل خوا ته ځینې ګامونه اخیستي وو.

خو نوموړي په ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو او د افغان چارواکو د بیا بیا غوښتنو سره سره هم نه خوشې شو او نه خو افغانستان ته وسپارل شو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ویلي، افغان حکومت د سولې احتمالي خبرې په قطر کې چې واشینګټن ورته د افغان بندیانو له استولو ډډه وکړه او طالبان ته به په کې دفتر پرانیستلی شي، په سعودي عربستان او یا ترکیه کې پر مخ بیول غواړي.

په راپور کې د صلاح الدین رباني له قوله ویلي شوي، افغان حکومت په دې باور دی، چې طالبان په خپلو کې د هغه مخالفت د کمولو هڅه کوي، چې د هغو طالبانو چې په لومړۍ کرښه کې دي او د سولې د تړون ملاتړ کوي او هغوی چې مخالف یې وو ترمنځ دی، د ښاغلي رباني په وینا اوس دوی ترپخوا ډیر غواړي؛ چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره مستقیمي خبرې وکړي.

رباني ویلي، موږ د منځګړیو له لارې داسې نښې نښانې تر لاسه کړي، دوی موږ ته پیغامونه را استولي دي، چې خبرو ته چمتو دي.
XS
SM
MD
LG