د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د بلوچستان په سيوۍ كې پر اورګاډي بمي بريد ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


بېګا د شپې ناوخته د بلوچستان په سيوۍ سيمه كې د اورګاډي يوه تمځاى ته نيژدې چاودنه شوې چي اووه تنه مسافر پكې وژل شوي او پينځلس نور پكې ټپيان شوي دي چي له هغوى څخه هم د ځينو حالت د اندېښنې وړ بلل كېږي.

د جعفر ايكسپريس په نامه يو مسافر وړونكى اورګاډى چي د پنجاب له راولپينډۍ ښاره كوټې ته را روان وو، بېګا شپه ناوخته د كوټې ښار جنوب ختيځ لور ته د سيوۍ سيمه پر يوه تمځاى باندې ولاړ وو چي پكې ځاى پر ځاى شوى بم وچاودېد او په نتيجه كې يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د سيوۍ سيمې د پوليسو يو مشر بلخ شېر د دې چاودنې په اړه وايي:

((دا اورګاډى له پينډۍ څخه كوټې ته روان وو چي سيوۍ ته په را رسېدو سره يوه زوروره چاودنه پكې وشوه چي په اورګاډي كې ناست ډېر كسان مړه او ټپيان كړل، ټپيان مو د سيوۍ سيمې روغتون ته انتقال كړي دي چي په هغوى كې د اتو تنو حالت د اندېښنې وړ دى))

د سيوۍ سيمې يوه حكومتي چارواكي شاهد سليم د شپې ناوخته رسنيو ته وويل دا د ريموټ كنټرول بم چاودنه وه چي پينځه تنه پكې وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي، خو وروستۍ شمېره ښيي چي په چاودنه كې د دوو ماشومانو او يوه پوليس په شمول اووه تنه وژل شوي دي. د سيوۍ سيمې يو ځايي خبريال مظهر بېګ وايي بم اورګاډي ته څېرمه د چايو د يوه كوچني هوټل څنګ ته ايښول شوى وو:

((پر دې تمځاى باندې نه كومه څارونكې كامره لګېدلې وه، نه نور امنيتي تدابير شته، دغه اورګاډي اكثر لس پينځلس ساعته ځنډېدلي وي، دا به د ورځې سيوۍ ته را رسېدل خو د شپې شاوخوا يوولس بجې سيوۍ ته را ورسېدل، كله چي مسافر كښته شول نو د يوه دوكان څنګ ته ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي مواد وچاودل شول))

د پاكستان د اورګاډو مركزي وزير غلام محمد بلور دغه چاودنه وغندله او په پېښه كې د وژل شويو كسانو لپاره يې د پينځو- پينځو لكو او د كاري ټپيانو لپاره د يو لك كلدارو او برسېرنو ټپيانو لپاره د پينځوس زره كلدارو مرستې اعلان وكړ. غلام محمد بلار وايي دا د پاكستان د ناسمو سياسي ستراتيژيو نتيجه ده:

((په نړۍ كې په امريكا، اروپا، روسيه، چين او هند كې هم مسلمانان اوسېږي، خو په هيڅ يوه هېواد كې هم د مسلمانانو ژوند دومره له خطر سره مخامخ نه دى څومره چي په پاكستان كې دى او د دې خاص سبب دا دى چي زموږ د پخوانيو پوځي واكمنانو د ناسمو پاليسو له امله نن په دې هېواد كې د خلكو ژوند خوندي نه دى))

د يادونې وړ ده چي په سيوۍ سيمه كې تر دې وړاندې د اورګاډي پر پټليو باندې په وار- وار بمي چاودنې شوې دي چي د اكثرو مسووليت د بلوڅو وسوال سازمانونه پر غاړه اخلي، خو دا لومړى ځل دى چي پر يوه مسافروړونكي اورګاډي باندې بمي بريد كېږي. د دې بريد مسووليت تر اوسه پورې كومې وسلوالې ډلې لا نه دى منلى.

باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG