د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

مارشال فهیم د حکومتي ادارو له زاړه جوړښته شکایت کوي


د ولسمشر حامد کرزي لوموړی مرستیال وايي، هغه ځوانان چې لوړي زده کړي یې کړي او په یوه اداره کې په دنده ګمارل کیږي، بیروکراسي او زوړ اداري سیسټم یې کار کولو ته نه پرېږدي.

مارشال محمد قسیم فهیم چې د چهارشنبې په ورځ یې د اداري اصلاحاتو او ملکې خدمتونو د کمېسیون په یوه ورکشاپ کې خبري کولې وویل، نوي ځوانان چې معاصري زده کړي یې کړي په ادارو کې د زړو او پخوانیو کارکوونکو له خوا کار ته نه پرېښول کیږي.

ښاغلي فهیم وویل، په تیرو لسو کلونو کې په حکومتي ادارو کې اصلاحات راغلي خو هغه ډول نه چې خلکو یې غوښتنه کول:

“یو ځوان چې لوړې زده کړي یې کړي او د نن علم څخه برخمن وي او کار ته راغلی وي او د اداري اصلاحاتو له لاري په یوه اداره کې رئیس ټاکل کیږي، په هغه ځای کې له لوړه څخه تر کښته ټول په بیروکراسي اخته دي او له دې نوي ځوان سره یو ډول چلند کوي، چې له کاره یې زړه توری کړي.

دا ځکه چې اداره له لوړه سره زړه ده او کښته هم، یو څوک چې هلته ورځي هیڅ یې له لاسه نه کیږي او له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي.”

د ولسمشر لومړي مرستیال همدارنګه په ادارو کې د نوو ځوانانو په دندو ګمارلو ټینګار وکړ، د نوموړي په خبره چې په دې سره به په حکومتي ادارو کې بیروکراسي یا د کارونو ځنډول له منځه ولاړسي او د خلکو ډیري ستونزي به ورسره حل سي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسئولین هم په ادارو کې بیروکراسي او ستونزي مني.

دې ادارې د چهار شنبې په ورځ د خدمتونو د وړاندې کولو د جوړښت په اړه د بېلابېلو ادارو د چارواکو په ګډون یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

د دې کمېسیون رئیس احمد مشاهد وویل، چې تیرو تجربو ته په کتلو به په ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره هڅې وکړي:

“د ملکي خدماتو د کارکوونکو د قانون پر تعدیل، د وزارتونو مرستیالانو، د بشري منابعو او د پلان ریيسانو بیا کتنه کړې ده.

موږ هیله مند یو چې، د عدلي د وزارت او ملي شورا له خوا پای ته ورسیږي او موږ دا موقع ومومو، چې د افغانستان په ملکي ادارو کې د یو کارکوونکي مسئولیت، خوندیتوب او کادري ثبات ته زمینه برابره کړو”

اداري فساد او بیروکراسي د افغان حکومت په ادارو کې له لویو ستونزو څخه بلل کیږي، چې په نړیواله کچه یې د افغان حکومت ادارې بدنامه کړي.

بیروکراسۍ هم په ادارو کې اداري فساد ته لاره جوړه کړې او خلک د خپلو هغو کارونو لپاره چې په ساعتونو یې خلاص کړي په ورځو او میاشتو یې نه سي خلاصولی.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې د هیواد درې ګونو قواو ته په ګډه غونډه کې چې د اداري فساد پر ضد به جدي مبارزه کوي او په ادارو کې به اصلاحات راولي.

د اداري اصلاحاتو او ملکې خدمتونو کمېسیون شا او خوا یوه میاشت مخکې داسي یوه پروژه پیل کړې، چې له مخي یې په بیلا بیلو ادارو کې مسلکې خلک په دندو وګمارل سي، ددې پروژي ټول لګښت 350 میلیونه ډالر وو، چې ویل کیږي په دندو نوو ګمارل کېدونو کار کوونکو ته به یې د معاش په توګه ورکوي.

خو دا نه ده معلومه، چې د کلونو کلونو زړې او عادت سوي ادارې او مامورین به یې کله د خلکو له غوښتنو سره سم کار وکړي؟

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG