د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

م.م: نشه يي توکي هرکال د دوه لکو کسانو ژوند اخلي


د ملګرو ملتونو یو نوى راپور وايي، د مخدره موادو د کارونې له کبله هرکال لږ تر لږه دوه لکه کسان مري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون وويل، مخدره مواد تاوتريخوالي ته لمن وهي او دغو موادو په افغانستان کې پرمختګونه ټکني کړي:

”د مخدره موادو قاچاق او جرمونه تاوتريخوالي ته لمن وهي. نن مرکزي امريکا د نړۍ په کچه د وژنو تر ټولو لوړ ارقام لري.

د کوکنارو او نورو غيرقانوني مخدره موادو د کښت له کبله په افغانستان او د ميانمار په ځينو برخو کې پرمختګونه ټکني شوي دي.”


په راپور کې اټکل شوى چې په نړۍ کې شاوخوا اوه ویشت مليونه انسانان د نشه يي موادو د استعمال له ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د جرمو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې په راپور کې راغلي، چرس لا هم په نړۍ کې ډېر زیات استعمالېږي او شاوخوا دوه سوه څلورویشت مليونه خلک یې کاروي.

راپور وايي، په دوه ٢٠١٠ م کال کې د نړۍ دوه سوه او دېرش ملیونه وګړو چې د نړۍ د ټول نفوس په سلو کې پنځه کېږي، غيرقاني مخدره مواد لږ تر لږه د يوه ځل لپاره کارولي دي.

افغانستان بيا هم په نړېواله کچه د ترياکو لوى توليدوونکى هېواد ګڼل شوى دى.
XS
SM
MD
LG