د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

کونړ: د پاکستان په مقابل کې به خپل عکس العمل وښیو


د کونړخلک وايي، له درې میاشتو راهیسي د دوي پر ولسوالیو د پاکستان له خاورې د توپونو مرمۍ ويشتل کېږي، خو دولتي چارواکي يې مخنيوي ته له سره پام نه کوي.

د کونړ خلک وايي، له دغو توغنديو دومره په تنګ دي، چې ښايي خپله عکس العمل څرګند کړي.

د خاص کونړ خلکو په يوه مظاهره کې پر چارواکو سختې نیوکې وکړې.

خو د کونړ والي بیا وايي، چې دوي هره ورځ د توغول شويو توغندیو د شمېر او اړول شويو زیانونو راپور مرکز کابل لېږي او کوم کسان چې بېکوره شوي له هغوى سره يې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG