د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ايساف: افغانستان کې تېره مياشت ٣٠٠٠ بريدونه شوي


په افغانستان کې نړیوال ځواکونه وایي چې د اپریل او مې په میاشتو کې د یاغیانو بریدونه زیات شوې دي. د امریکا په مشرۍ اتیلافي ځواکونه څرګندوي چې په جګړې کې دا زیاتوالی د طالبانو د څو میاشتنیو فعالیتونو له ځنډ وروسته راغلی دی.

ایساف د دوشنبې په ورځ وویل چې د مې په میاشت کې په افغانستان کې نژدې درې زره بریدونه شوې دي چې دا یوویشت په سلو کې د تیرمیلادي کال د مې د میاشتې تر بریدونو زیات دي.

د ایتلافي ځواکونو په احصایې کې د توغندیو له بریده نیولې، ځان وژونکي بریدونه، د وړو وسلو ډزې، د سړک د غاړې چاودنې، هرڅه شامل دي او د دې بریدونو شمیر په اپریل کې تر دوو زرو ښکته و.

د طالبانو دا بریدونه یولس میاشتې پرله پسې د تیرو کلونو په پرتله کمیدل او له همدې امله نړیوالو ځواکونو بیا بیا دا خبره وکړه چې په جګړې کې د طالبانو مخه نیول شوې ده.

وال سټریټ جورنال ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو په جګړې کې زیاتوالی دا څرګندوي چې تر دوه زره څوارلسم کال مخکې به هغوی مات نه شي.

تیره اونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې د جګړو زیاتیدو ته اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه کمزوري کړي او په دې ډول غواړي چې د دې هیواد بنسټ ویجاړ کړي:
« زموږ په پولیسو، پوځ او امنیت باندې بریدونه زیات شوې دي. هره ورځ موږ له شلو تر پنځه ویشت تنو تلفات لرو»

بل لور ته په واشنګتن کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د مې په میاشت کې د بریدونو له زیاتوالی سره سره د دښمن حملې روان کال د تیرکال په پرتله شپږ په سلو کې کمې شوې دي.

د ایساف چارواکي وایي، د دې لپاره چې د یاغیانو فعالیتونه د نشه اي موادو له قاچاق سره تړلي دي نو د کوکنارو له حاصلاتو وروسته جګړې تودیږي. د ایساف په رپوټ کې همدا خبره شوې ده چې جګړې په هغو ځایونو کې زیاتې شوې دي چې هلته کوکنار ډير کرل شوې دي.

وال ستریت جورنال ورځپاڼه په واشنګتن کې د جګړې د مطالعاتو د مرکز د یوه څیړونکي جفري درسلریک په وینا لیکي، د طالبانو د بریدونو زیاتوالی د دې حملو پر اغیزمنتوب دلالت نه کوي او نه هم د طالبانو د عزم څرګندونه کوي. طالبان تر وسه وسه هڅه کوي چې دا ښکاره کړي چې لاهم شته.
XS
SM
MD
LG