د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

وزیرستان : د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د حقاني وسله وال وژل شوي دي


پاکستاني مقامات وايي، پر شمالي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې یو شمیر تندلاري وسله د وال وژل شوي دي.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې د بې پيلوټه الوتکو دا حمله د سې شنبې په ورځ ناوخته مهال د شمالي وزیرستان پر یوه لرې پرته سیمه کې د وسله والو پر مرکز شوې.

یوه ځايي دولتي مسوول د خپل نه ښودلو په شرط وویل د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه جنوب لویديځ په شاوخوا پنځوس کلومترۍ کې د شوال علاقه دارۍ په اړوندو کې ناڅرګند شمير سخت دریزي وسله وال په خپل یوه پټنځای کې موجود وو، چې ناڅاپه پرې بې پيلوټه الوتکو مرګونی ګوزار وکړ.

دغه چارواکي په دې حمله کې د څلورو تنو د وژل کیدا او دوو نورو د ټپي کیدا راپور ورکړ، خو یوه بل دولتي مقام بیا اصل شمیر شپږ تنه وښود.

سرچینه د استخباراتي ادارو له قوله وايي، بې پيلوټه الوتکو د شوال په کنډ غر نومي سیمه کې د حقاني شبکې پر یوه مرکز دوه توغندي وتوغول، چې د وروستیو معلوماتو له مخې شپږ تنه وسله وال پکې ووژل شول.

بلخوا ځینې سرچینې بیا د ناڅرګند شمیر نورو د ټپي کیدو ادعا هم کوي، خو تر دې مهاله لا دغه راپورد دولتي مسووولینو یا طالب وسله والو له لوري نه دی تائيد شوی.

په عین حال کې طالبانو ته یوې نژدې سرچینې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د حقاني شبکې پر مرکز د برید خبر تائید کړ خو د وژل شویو د هوئت په باب يې بې خبري وښوده.

شمالي وزیرستان، چې له افغانستان سره په ګډه پوله موقعیت لري، د پاکستاني طالبانو، القاعده او ځينې نورو تند لارو وسله والو ډلو ترڅنګ د حقاني شبکې د فعالیتونو اصل مرکز ګڼل کیږي.

لویدیځ هیوادونه او مطبوعات ددغې ډلې په باب وايي، چې په دې سیمه کې په لسګونو روزنیز پوځي مرکزونه او زیات شمیر ځانمرګي او نور وسله وال جنګیالي لري.

پر شمالي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو حملې په دې وروستیو کې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې ددې لړۍ پر سر د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ ناندرۍ لا هم روانې دی.

پاکستان، چې په ښکاره ددې حملو مخالفت کوي، له امريکا سره د پوځي و استخباراتي اړیکو د بیرته پيلولو په لار کې د بې پيلوټه الوتکو حملې یو لوی خنډ ګڼي.

خو متحد ایالات بیا دا حملې د ترهګرۍ ضد جګړې د لړۍ یوه کړۍ ګڼي او وايي، چې دا هرڅه یواځې د هغه چا پرضد ترسره کوي، چې د سولې پر وړاندې خ نډونه جوړوي.

سره له دې، چې له تیر څه باندې یو کال راهیسې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې د خطر تر بریده ترینګلې دي، خو ځينې کارپوهان بیا په دې باور دي، چې پاکستان په حقیقت کې له دې حملو سره موافق دی خو پر دې ټينګار کوي، چې تر حملې وړاندې باید ددوی له استخباراتي ادارو سره ټول معلومات شریک کړل شي.

د کارپوهانو په باور پاکستان نه غواړي، چې د حقاني شبکې په ګډون د دوی د خوښې یا پلوي طالبان او نور سخت دریزي په دې حملو کې ووژل شي او دغه معلومات د همدې خلکو د ژغورنې لپاره ترلاسه کول غواړي.
XS
SM
MD
LG