د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

کورني بېځايه شوي ولې خپلو سيمو ته نه ستنېږي؟


د هېواد په ځینو ولایتونو کې ناامني، د کار او د استوګنې لپاره د کورونو نشتوالی هغه ستونزې دي؛ چې یوشمېر افغانان یې اړکړي، چې له خپلو سیمو څخه کابل ښار ته کډه شي.

دا کورنۍ چې اکثره یې د هلمند، ارزګان، کندهار او ځینو نورو جنوبي ولایتونو دي، د کابل ښار په ځینو مرکزي سیمو کې میشتې شوي، وایي چې خپلو سیمو ته د ستنیدو نیت نه لري او د کابل په ښارکی دې ورته د کورونو ځمکې ورکړل شي:

″۱- موږ هلته روزګار درلود، د ناامنیواو بیکارۍ له امله دلته راغلي یو، سخت ژمی، لوږې، تندې موتیرې کړې، موږ له دې ځایه هیچېرې نه ځو.

۲- دلته مو کلونه کلونه تیر کړل، د کابل ښار د څلورو دروازو دننه دې د کور لپاره یوه یوه نمره ځمکه راکړل شي.

۳- په مرګ هم له کابله نه وځو او حکومت باید په ښار کې دننه ځمکه راکړي، د قمبرسیمه کې اوسیږم او همداځمکه زماده.″


د راپورونو له مخې له څو کالو راهیسې د کابل ښار په ځینو مرکزي سیمو کې څه باندې دوه زره بیځایه شو کورنۍ په خیمو کې دېره دي.

د راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو وایي، له څو کالو راهیسې یې یوشمېر بهرنیو مرستندویو موسسو سره په لاس یوکولو، د دوی د ستونزو اوارۍ ته هڅې کړي دي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادي راډیوته وویل، چې که دا کورنۍ غواړي، چې خپلو سیمو ته ستنې شي، د کډوالو د راستنولو وزارت حاضر دي، چې خپلو سیمو ته یې ورسوي او هلته ورته د کورځمکه هم ورکړي، خو په کابل ښار کې ورته ځمکې نه شي ورکولی.

″په کومو سیمو کې بیځایه شوي کورنۍ اوسیږي، هغه ټولې دولتي دي، ټولې د یوشمېر وزارتونه جایدادونه دي، هغوی ورته پلانونه لري، موږ حاضر یو، چې دی کډوالوته په خپلو ولایتونو د کور نمرې ورکړو. هلته ورته ځمکې ځانګړې شوي دي، خو په کابل ورته ځمکې نه شو ورکولی.″

دا وزارت وایي، په پام کې ده، چې د بیځایه شویو کورنیو د ستونزو اوارۍ ته په په نږدی ورځو کې؛ د دې وزارت او د یوشمېر کورنیو او بهرنیو موسسو ګډه مشورتي ناسته جوړه شي.

کارپوهان هم د بیځایه شویو د ستونزو حل د حکومت دنده ګڼي.

ډاکټر فاروق بشر چې، د دې کورنیو د ستونزو پر اوارۍ تاکید کوي دا هم وایي، چې د کابل په ښار کې ورته د ځمکو ورکول، له امکانه لیرې ده:

″دا د دولت دنده، چې د بیځایه شویو ستونزې حل کړي، که ځمکې نه لري په ولایتونو کې ورته ځمکې ورکړي او که چېرې دولت مرسته هم کوي او دوی نه غواړي، چې ولایتونو ته لاړشي او په کابل ښار کې ځمکې غواړي، زما له نظره دا قانوني او اجتماعي عدالت نه ایجابوي، ځکه کابل ډېر تنګ شوی او فکر کوم داسې ځمکې په کې نه شته چې، له ولایتونو دې خلک راشي او په خپله خوښه دې په کې کورونه جوړکړي.″

د راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تردې دمه په ټول هېواد کې د بیځایه شویو کورینو شمیر شاوخوا پنځه شپیته زرو ته رسیدلی؛ چې په لویو ښارونو لکه هرات، مزارشریف، کندهار او جلال اباد کې دیره شوي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG