د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

ازادي راډیو په هلمند کې پر ″اېف. ایم″ څپو خپلې خپرونې پیل کړې


ازادۍ راډیو په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د لومړي ځل لپاره په هلمند کې هم په ″اېف. اېم″ څپو باندې خپلو اوریدونکو ته خپرونې پیل کړې.

تر دې مخکې په هلمند کې خلکو ازادۍ راډیو په منځنۍ او لنډو څپو اوریدلې شوه، چې خلک تر ډېره د خپرونو د اوریدو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو.



په تیرو لسو کلونو کې، چې ازادۍ راډیو په افغانستان کې خپرونې کوي؛ د لومړي ځل لپاره به د هلمند خلک هم وکولای شي، چې وروسته له دې د ازادۍ راډیو خپرونې په ″اېف. اېم″ 1005 اوریدلی شي.

ازادۍ راډیو په افغانستان کې خپلو اوریدونکو ته په صفا ډول د خپلو خپرونو د رسولو لپاره د روانو هڅو په لړ کې د سه شنبې په ورځ په هلمند کې خپله ″اېف. اېم″ دستګاه فعاله کړه.

تر دې مخکې په هلمند او شاوخوا سیمو کې یی خلکو د ازادۍ راډیو خپرونې په منځنۍ او لنډو څپو اوریدلې، خو دوی نشو کولای، چې په صفا ‌ډول یې واوري.

د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونكي حمد الله وايي، د تيرو لسو كلونو راهسې ازادۍ راډيو اوري، خو كه چيرې پر ″اېف. اېم″ یی خپرونې نه وې پیل کړې، نو اړ و، چې مخ ترې واړوي او دا ځکه، چې د حمدالله په وینا په ډير زحمت يې په منځنۍ څپه د ازادۍ راډيو خپروني اوريدلى شوي.

په هلمند کې په ″اېف. اېم″ څپه د ازادۍ راډیود خپرونو د پیل لپاره یو لړ ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د هلمند والي محمد ګلاب منګل او په افغانستان کې د نړیوالې خپرونې د ادارې استازي محمد حنیف شیرزاد هم ګډون کړ و.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل، په هلمند كې د نورو محلي راډيو ګانو سره پر ″اېف. اېم″ د ازادۍ راډيو د خپرونو پیلیدل د رسنيو ترمنځ د سالمې سيالۍ په رامنځته كيدو اوهم د محلي راډيوګانو په وده او معیاري کیدو کې مرسته کوي.

اوس چې د دې راډيو خپرونې پر ″اېف. اېم″ پيل شوي دي ډيرو خلكو ته يې اوريدل اسانه شوي دي، تر دې وړاندي ازادۍ راډيو د هيوا د په لويو ښاروانو لکه: جلال اباد، كابل، كندهار، هرات او مزارشريف كې پر ″اېف. اېم″ خپرونې کولې.
XS
SM
MD
LG