د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

شمس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته نه یو احظار شوي


په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري آتشه او د سفارت ویاند زردشت شمس
په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري آتشه او د سفارت ویاند زردشت شمس
په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې ګواکې افغان ديپلوماتان دغه وزارت ته احظار شوي.

پاکستان د دوشنبې په ورځ د دیر د پيښې په ارتباط د بهرنیو چارو وزارت ته د افغان سفارت د مرستیال د احظاریدو خبر ورکړ.

په هغې اعلامیه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې راغلي وروسته تر هغې، چې د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څيرمه په دیر نیمه قبائلي سیمه کې د خپلو دیارلسو پوځيانو د مرګ خبر تائید کړ سمدستي يې افغان دیپلوماتان د بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښتل.

په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري آتشه او د سفارت ویاند زردشت شمس له ازادي راډيو سره په مرکه کې د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول اعلامیه حیرانوونکې وبلله او ويې ویل، چې دسفارت مرستیال موسی عارفي د معمول سره سم په نوبتي غونډه کې د ګډون لپاره دغه وزارت ته تللی و نه دا چې احظار شوی :

( اصل موضوع داسې ده، چې هيڅ کوم افغان ديپلومات نه دی احضار شوی، بلکې د سفارت مرستیال موسی عارفي د معمول په غونډو کي د ګډون لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته تللی و هلته بیا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو پر دغه پيښه خپل تشویش څرګند کړی و.

باید ووایم، چې په دې باب د افغانستان د دولت دریځ ډير روښانه او څرګند دی، هغه دا چې مو تل ویلي او وايو چې ترهګر او ترهګري د دواړو ورونو ګاونډیو هیوادونو ګډ دښمن دی او باید چې په ګډه يې مقابله وشي)


نوموړی وايي افغانستان له پاکستان سره ښه ګاونډیتوب غواړي او د ټولو مسلو حل په سوله ييزو مذاکراتو کې ویني.

پاکستان له دې وړاندې هم ورته ادعاوې کړي، خو د اوسنۍ حملې راپور يې په داسې حال کې ورکړی چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړيکې د پخوا په نسبت یو څه ترینګلې ښکاري.

زردشت شمس له پاکستان سره د افغانستان اړیکې دوستانه بولي خو په عین حال کې وايي، چې ځينې خاصې کړۍ ددغو اړیکو د خرابولو هڅې کوي :

( دا ویلی شم چې د افغانستان و پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې نه دي، خو بیا هم ښکاره ده چې دغه ګډ دښمن یعنې ترهګر دواړو خواو ته د سوء تفاهم او بد بینۍ رامنځته کول غواړي.

زموږ غوښتنه داده، چې ورور هیواد پاکستان باید په دې پوی شي چې ترهګر غواړي زموږ په دوستانه اړیکو کې خنډونه رامنځته کړي او له دې موقعې نه دځان په ګټه کار واخلي.)


د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې له افغانستان سره په ګډه پوله په لسګونو هغو وسله والو چې په خبره یې له افغانستانه اخوا ور اوښتي ول ددوی پر سرحدي ځواکونو بریدونه وکړل او دیارلس تنه پوځيان يې ووژل.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې شپږ تنه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي او څورالس تنه لادرکه شوي، چې له دې ډلې د اوو تنو بې سره تنې په یوه لرې پرته غریزه سیمه کې موندل شوي.

په عین حال کې د کونړ ولایتي چارواکي بیا وايي، چې د پاکستان له لوري د کونړ پر ځينې سیمو راکټي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ملکي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي.
XS
SM
MD
LG