د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

د وچو مېوو یوشمېر صادروونکي د دوی کار ته د دولت له نه پاملرنې سر ټکوي


سربېره پردې چې وچه میوه اوس هم د افغانستان مهم صادراتي توکي جوړوي؛ خو صادرونکو لپاره دلازمو اسانتیاوو نشتوالي هغه ستونزه ده، چې دهېواد تولیدات نړیوالو مارکیټونو ته نه شي رسېدلای.

د وچو مېوو صادرونکي وايي، چې په هېواد کې د وچو مېوو د پرمختللو او نویو ماشینونو نه درلودل، د دې لاامل شوي، چې خپله مېوې په نړیوال معیار برابرې نه کړي.

دغه صادرونکي وايي، څو وارې یې هغه مېوې چې بهر ته صادرې شوې دي د سټنډرډ د نه درلودلو له امله بېرته هېواد ته مستردې شوې دي.

د وچو مېوو یو تن صادرونکی ″خیبر″ ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې د دوی مالونه له عراق او ترکیې څخه بېرته راستانه شوي دي.

″په تېرو کلونو کې زموږ صادرات ښه وو، خو په دې وروستیو کې زموږ مالونه له عراق اوترکېې هېوادونو څخه بېرته راستانه شول، چې اوسمهال دغه هېوادونه د کنټرول مجهزې دستګاوې نصب کړې دي.

سږکال زموږ درې کانټینر مالونه بېرته راوګرځېدل، د پروسس لپاره مناسب او صحي ځایونه نه لرو، کافي پیسې هم نه لرو، چې موږ ورباندې نوي وسایل وپیرو.

که چېرې دولت موږ سره همکاري وکړي، موږ کولای شو، چې د خپلو مالونو کیفیت لوړ کړو او همدارنګه د خپلو کارکونکو شمېر هم زیات کړو. اوسمهال د ټولو خلکو جنسونه له منځه تللي، خو دولت په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري هم نده کړې.″


بادام،ممیز، پیسته او چلغوزې د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي، چې د دولتي چاراکو په وینا دغه مېوې دمګړۍ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان او قزاقستان کې ښه مارکیټونه لري.

د افغانستان د وچو میوو د انکشاف او صادراتو ادارې رییس سیدعظیم مصطفی هاشمي د شکایتونو ترڅنګ وویل؛ چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د افغانستان وچو مېوو صادارت زیات شوي دي.

هغه همدرانګه زیاته کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره په همکارۍ د هېواد وچوو مېوو لپاره چې د خصوصي سکتور له لارې بهر ته صادریږي ښه بندوبست کړی و:

″بهر ته د افغانستان د وچوو میوو په صادرولو کې په پراخه کچه بدلون راغلی، د سوداګرۍ وزارت فني او مسلکي مامورین بهر ته د صادرونکو توکو په پروسس او د بسته بندي په څرنګوالي او څومره والي باندې د څارنې او کنټرول لپاره ګمارل شوي دي.

په رښتیا هم سوداګرۍ وزارت په دې برخه کې خصوصي سکتور ته لازمې اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي دي.″


د افغانستان د سواګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې تیرکال افغانستان د ۷۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته وچې مېوې صادرې کړې وې.

د دې زوارت ویاند وحیدالله غازي خیل همدارنګه تاییده کړه؛ چې په رښتیا هم بهر ته د افغانتسان د وچو مېوو صادارت په ښه توګه نه بسته بندی کیږي.

ښاغلي غازي خیل وویل، چې په دې برخه کې پانګه اچونکي باید له لاوړاندې یاد وزارت سره د پانګې اچونې په برخه کې سلا مشورې وکړي.

″هغه پانګې اچونې چې په افغانستان کې اچول کیږي، باید د فکر او پلان پر اساس ترسره شي، یعنې هغه څوک چې فابریکه جوړه وي، باید له اړوند وزارت سره مشورې وکړي؛ چې په محصول، تعارفه او تخنیکي وسایلو کې څه ستونزې لري، نو بیا وروسته په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.

له بده مرغه زموږ یوزیات شمېر سوداګر په دې اړه له خپلو اړوندو وزارتو سره سلا او مشورې نه کوي او کله چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، نو له زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي.

له بدمرغه د افغانستان دولت ورته پیسې نه شي ورکولای، خو هغه څه چې ورته برابره ولې شولکه بریښنا، اوبه، مځکه او د بازار موندنې محصولات دي.″


له جګړو نه وړاندې د افغانستان وچه مېوه په ټولې نړۍ کې مشوره او ښه مارکیټ یې درلود.
خو اوسمهال په نړیواله کچه د صادارتي موادو نه سټنډرډ کېدل او په نړیواله کچه د مالونو نه بسته بندي یې نړیوال شهرت راکم کړی دی.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG