د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

په کابل کې د جایدادونو بیې د تیرکال په پرتله راټیټي شوي


د جایدادونو زیاتره معامله کوونکي وایي، چې مخ په زیاتیدونکې نا امنې، ځان وژونکې او وسله والې حملې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان هغه لاملونه دي، د کورونو او ځمکو په پلورلو یي بد اغیز کړی دی.

په کابل ښار کې د جایدادونو د معاملې یو شمېر دفترونه وایي، چې د تیر کال په پرتله سږکال د کورونو او ځمکو خرڅول زیات خو بیي خورا راټیټې شوي دي.

د دغو دفترونو یو شمېر مسؤلینو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې له تیر یو کال راهیسې د کورونو په بیو کې له شلو نیولې ان تر پنځوس سلنې پورې کموالی راغلی:

"زه د اسدالله امیری د معاملاتو د لارښوونې د دفتر منشي یم، موږ ډیرې ځمکې د خرڅلاو لپاره ثبت لرو، خو مشتري مو کم دی، مشتری نشته دی، تیر کال قیمت یي لوړ وو، خو سږ کال څلویښت او پنځوس سلنه را لویدلي.

موږ د بریښنا وزارت په شاه کې یو ځمکه لرله، په یو نیم لک ډالره یي بیه کړی ووخرڅ نشو، اخر یی ویل چی په پنځه اتیا زره ډالره یي خرڅ کړه چې خرڅ شي زه پیسو ته اړتیا لرم."


"هغه ځایونه چی د اوسیدو دي، هغه ارزانه شوي، لس او پنځه لس زره ډالره بسوه ځمکه ارزانه شوې ده."

نه یواځې د کورونو د پلورلو بیې راټیټي شوي بلکې له دوي سره زیات شمېر کورونه د پلورلو لپاره ثبت شوي خو د اخیستو لپاره یي څوک مراجعه نه کوي.

یو شمېر هغه خلک، چې د کورونو د پلورلو او رانیولو کار کوي هم شکایت کوي، چې د کورونو د بیو په رالویدو سره ستر مالي زیانونه لیدلې دي.

دوي وایي، چې دوي زیاتره وران کورونه او ځمکې را نیولي او له جوړولو وروسته یی پلورل، چې څو کاله مخکې یي له دې امله زیات عاید درلودل:

"زما نوم، محمد نعیم دی، کسب او کار مې د کورونو جوړول او پلورل دي، هر کال مو دوه، درې کورونه چې جوړول خرڅول به مو، خو سږ کال یي نشو خرڅولای موږ له خلکو نه پوروړي شوي یو، ځکه د کور جوړولو لپاره مو چې کوم مواد پری راوړي نه یو توانیدلي چې هغه جبران کړو او یا مو کارونه تکمیل کړي خو کورونه مو نه خرڅیږي، دا ستونزه له یو کال راهیسي پیدا شوي."

په کابل ښار کې داسې مهال د کورونو خرڅلاو زیات او بیې را ټیټي شوي، چې یو کال وړاندې په کابل ښار کې یو بسوه ځمکه له یو لک امریکایي ډالرو څخه په زیاته بیه پلورل کېدله، چی دغه چارې یو شمېر بې کوره خلک اندیښمن کړي وو.

که څه هم د کابل ښار زیات شمیر شاړی ځمکې اوس په لوکسو او پرمخ تللو ودانیو بدلی شوی، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته اوس اکثره دا ماڼۍ، چې په زیاتو پیسو جوړې شوي، خالي دي او څوک یی په کرایه هم نه نیسي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG