د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

اسټرلیا د ډوبې شوې بیړۍ د ژغورنې عملیات پای ته ورسول


اسټرالیايي چارواکو وروسته له دې چې د دې هېواد په سواحلو کې د ډوبې شوې بېړۍ یوسل او نهه تنه سپرلۍ وژغورلې، د ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

دا بېړۍ د پنجشنبې په ورځ د کرسمس ټاپو له سواحلو نژدې یوسل اوشل مایله لېرې ډوبه شوه.

په مخکینیو راپورونو کې ویل کېدل، چې د بېړۍ سپرلیو خپل سفر له سریلانکا پیل کړی و، خو د ژغورنې د درې ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوو اندونیزیایي ماڼوګانو له موندل کېدو وروسته څرګنده شوه چې دې بېړۍ به ښايي خپل سفر له سریلانکا نه، بلکې له اندونیزیا څخه پیل کړی وي.

اسټرالیايي چارواکي وايي، چې د بېړۍ د 204 تنه سپرلیو زیاتره افغانان او ځینې ایرانیان وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند فرامرزتمنا له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې خبر ورکړ چې په استرالیا کې د افغانستان سفارت د پېښې په جریان کې دی:

"په استرالیا کې د افغانستان سفارت د استرالیا د کورنیو چارو وزارت سره په نژدې تماس کې دی او د بېړۍ له دوه سوه سورلیو څخه څه باندې سل کسان ژغورل شوي، چې زیاتره یې ادعا لري چې افغانان دي خو د افغان سفارت چارواکي سیمې ته رسېدلي څو دا امکان ورته برابر شي چې له ژغورل شویو کسانو سره مرکې وکړي او د هغوی هویت په مسجل ډول تثبیت کړي."

په قربانیانو کې د افغانانو د دقیق شمېر په اړه د استرالیايي چارواکو له خوا تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي تمنا دا یادونه هم وکړه چې افغان دولت هېواد ته د مړیو په انتقال کې د قربانیان له کورنیو سره مرستې ته چمتو دی:

"که د مړو شمېر زیات شي او معلومه شي چې افغانان دي نو افغان دولت به په هغه صورت کې چې د دوي د هویت اسناد بشپړ وي نه یوازې د قربانیانو کورنیو ته خبر ورکړي بلکې، په استرالیا کې د افغانستان سفارت به که د دوی کورنۍ وغواړي چې د خپلو عزیزانو مړي افغانستان ته انتقال کړي، دا همکاري وکړي."

د استرالیا د سمندري مصوونیت اداره وايي چې له هوايي او ځمکنیو عملیاتو وروسته دوی ته معلومه شوې ده چې په سیمه کې د ژغورنې لپاره نور څوک نه دي پاتې.

یادې شوې ادارې پرون ناوخته اعلان وکړ چې د ډوبې شوې بېړۍ له سپرلیو څخه یوسل او نهه تنه ژوندي ژغورل شوي دي او ګومان کېږي چې نوي تنه لادرکه کسان به مړه وي. چارواکو د شپږو کسانو مړي هم له اوبو څخه ترلاسه کړي دي.
XS
SM
MD
LG