د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

"کورني او بهرني سرتیري په خپلوعملیاتو کې له کورونو نه پيسې وړي"


د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو په مهال د خلکو له کورونو څخه د هغوي شخصي شتمني وړل یوه نوې ستونزه ده، چې د لوګر ولایت یو شمېر اوسیدونکي یې په اړه شکایتونه کوي.

د سیمې یو شمېر اوسیدونکي تور لګوي، چې کله افغان او بهرني ځواکونه په یوه کور چاپه واچوي، نو پیسې او د شخصي ملکیتونو اسناد هم له ځانه سره وړي.

د لوګر په مرکز پورې مربوط د پادخواب شانې د کلي دوه تنه اوسیدونکو روحاني او محمدالله او د برکي برک ولسوالۍ د ټنډانو د کلي یوه اوسیدونکي عبدالغفور په دې اړه ازادۍ راډیو ته داسې شکایت وکړ:

"زموږ په کور یې چاپه اچولې، تقریبً تر دیارلس زرو پورې ډالر یې وړي، څلور زره افغانۍ چې د مچلګې روپۍ وې وړي یې دي، زما پلار د کلي ملک دی او دا پیسې د مچلګې وې.

د موټرو اسنادو یې وړي دي، زما ورور د بارګین کاروبار کوي او د ځمکو اسناد یې وړي دي."


"زموږ کور ته یې بمونه راواچول، اته نیم زرو ډالره زما په جیب کې و سره له پنځو زرو افغانیو او زما د ورور په جیب کې هم شپږ اوه سوه ډالره او پنځه شپږ زره افغانۍ وې ، دا ټولې یې وړي دي."

"زموږ د کابل د ځمکې قباله یې له صندق څخه وړې ده، د یوه جرمني موټر اسناد یې وړي د موټر له کلي سره."

په لوګر کې د ملي اردو د ځواکونو مسئولین هم د خلکو دغه شکایت مني.

د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق وايي، چې ناټو ځواکونه په ځینو مواردو کې د خلکو له کورونو څخه پيسې په دې شک وړي چې ګنې په تخریبي فعالیتونو کې ترینه کار اخیستل کیږي.

خو ښاغلي عبدالرازق ازادۍ راډیو ته وویل، چې ناټو ځواکونه پیسې او اسناد د تحقیقاتو لپاره وړي او د بیرته سپارلو لپاره یې د کور مالک ته اسناد ورکوي:

"طبعاً چې دوي یوه کور ته په دې عنوان ځي، چې دا کور د طالب دی او یا هم طالبان په کې اوسیږي. نو که په هغه کور کې ډیرې پیسې وي، نو دوي ته دا شک پیدا کیږي، چې له دې نه به د تخریبي اعمالو لپاره کار اخیستل کيږي، نو له دوي سره اندیښنه وي. خو ما چې لیدلي دوي په ډيرو ځایونو کې چې پيسې وړي دي، پرې منکر شوي نه دي، هغه پیسې بیرته ورته ور سپاري، خو په دې شرط چې والي صیب او یا موږ ټول یې ورته تایید کړو."

د ښاغلي عبدالرازق په وینا ناټو ځواکونو تر اوسه دا نه ده درک کړې چې په افغانستان کې زیاتره خلک د بانکونو پر ځای په کورونو کې پیسې ساتي، نو په یوه کور کې چې ډيرې پيسې وویني، شک پرې کوي.

کله مو چې په کابل کې د ناټو ځواکونو له ویاند کرسټن جیکوبسن سره د خلکو شکایت مطرح کړ نو نوموړي په دې اړه وویل:

"دا ډیره روښانه ده، چې له خلکو څخه پرته له اسنادو هیڅ شی نه اخیستل کیږي، کوم څه که اخیستل کیږي، نو د تحقیقاتو، ثبوتونو او ځینو نور اهدافو لپاره اخیستل کیږي، خو په بدل کې یې اسناد ورکول کیږي او بیرته به ورسپارل کیږي."

ښاغلي جیکوبسن همداراز وویل چې د افغان دولت او بهرنیانو ترمنځ د شوي قرارداد له مخې اوس ټول ځانګړي ځواکونه او د خلکو د کورونو تالاشي د افغان ځواکونو په رهبري کیږي.

خو د ناټو ځواکونو د ویاند د خبرو پر خلاف ازادي راډیو ته شکایت کوونکو کسانو وویل چې دوی ته تر څو میاشتو وروسته هم وړل شوي پیسې او اسناد بیرته نه دي سپارل شوي.

په شکایت کوونکو کې یوه دا هم وویل چې د دوی له کوره له صندقونو څخه څلور پنځه زره افغانۍ هم وړل شوي، چې په تحقیقاتو نه ارزي او نه هم په دې پوهیږي چې دا د ملي اردو عسکرو وړي او که د ایتلافي ځواکونو.
XS
SM
MD
LG