د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

٧ تاجکان په پښو حج ته ځي


د تاجکستان د حاجیانو د اوه کسیزې ډلې لپاره چې په نامعلومو لارو د مکې معظمې سفر ته په پښو روان شوي یوه بله لانجمنه اونۍ تېره شوه. د ډلې مشر عبدالعزیزرجبوف په داسې حال کې چې د خپل سفر د یوې اونۍ پر مهمو پېښو رڼا اچوله له طالبانو او د ناټو په امنیتي پوسته کې د ناټو له سرتېرو سره د مخامخ کېدو او د بلخ د والي عطا محمد نور په کور کې د مېلمستیا یادونه وکړه.

تاجک حاجیانو چې غوښتل د لړم د میاشتې په پیل کې ځان مکې ته ورسوي، په سر کې ویل چې په دې سفر کې به ډېر د پردیو خلکو پر مېلمه پالنه متکي وي او په روانه اونۍ کې د دوی له څرګندونو څخه هم ښکارېدل چې دا کار د دوی له تمې سره سم شوی دی.

رجبوف وايي چې د مزارشریف د تاریخي ښار له لیدو وروسته د بلخ والي دوی ته د تمې خلاف د مېلمستیا بلنه ورکړه. رجبوف فکر کوي چې مزارشریف ته د دوی د رسېدو خبر به د بلخ والي ته په شفاهي ډول رسېدلای وي، ځکه چې شپې یې په جوماتونو کې تېرولې او له ګڼ شمېر سیمه ایزو خلکو سره یې لیده کاته وکړل.

رجبوف وايي چې مزارشریف ته له رسېدو سره سم د دوی پیسې هم ختمې شوې او دوی غوښتل د یو څو ورځو لپاره په مزارشریف کې مزدوري وکړي خو د بلخ والي پیسې هم ورکړې.د تاجکستان پلیو حاجیانو ته د مېلمه پالنې بل پړاو په شبرغان کې و، چې د رجبوف په وینا د ناټو سرتېرو د تلاشۍ په یوه پوسته کې دوی ودرول او تلاشي یې کړل:

(دوی په انګلیسي ژبه خبرې کولې، موږ ورته وویل چې یوازې په فارسي او روسي خبرې کولای شو. دوی یو ترجمان راوغوښت. موږ ورته وویل، توریستان یو چې د تاجکستان، افغانستان، ایران، عراق او سعودي عربستان له لارې پلي تېرېږو او کلتوري، تاریخي او اسلامي ځایونه ګورو. بیایې د تلو اجازه راکړه، ګوډبای یې راته وویل او موږ ته یې اوبه او ځینې نور شیان راکړل.)

د سفر په بل پړاو کې دوی له هغه چا سره مخامخ شول چې ښايي په راتلونکي کې له هغو سره له مخامخ کېدو ډډه وکړي. طالبان.

رجبوف وايي، طالبانو موږ ودرولو. موږ فکر کاوه چې وژني مو، خو دوی هم له یوې بشپړې تلاشۍ وروسته موږ خوشې کړو.

د تاجک حاجیانو اوه کسیزه ډله، چې په مې میاشت کې د تاجکستان په جنوب کې له خپلو کورونو څخه راوتلي دي، اوس د خپل سفر په بل پړاو کې ایران ته روان شوي دي.
XS
SM
MD
LG