د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د قرغې سپوږمۍ هوټل، تر جګړې يوه ورځ وروسته


په سپوږمۍ رسټورانټ باندې د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته هم په قرغه کې، چې د کابل ښاریانو لپاره د تفریح تر ټولو مهمه سیمه بلل کیږي لا هم چوپه چوپتیا خوره وه.

د نور کله په شان د شنبې په ورځ خلک دغې سیمې ته د میلو او پام غلطولو لپاره نه وو راغلي، یواځې یو یو کس راغلي وو چې له هغوی سره یې هم کورنۍ نه وې.

ددې سیمې دکانداران د نورو ورځو په څیر د بیلابیلو خوراکي توکو په پخولو نه وو بوخت، څو تنو یې له آزادۍ راډیو سره د خپلو اندیښو په څرګندولو سره وویل.

″نوم محب الله ده، دلته قصابي کوم. ډیره تاوان راورسیده، تقریباً څلویښت، پنځوس زره مو خساره وکړه.

۲:- زما نوم عبدالجمیل دی، ډیر تاوان راورسیده، زما څلور پنځه منه د کباب غوښه خرابه شوه، درې څلور سطله مستې وې وې د چکني لپاره، رومي بانجان او مرچ ټول خراب شول.

۳:- تر اوسه مو یوه روپۍ هم چې ووایې نو سودا مو نه ده کړې، کرار ویده یو.
نور کله به مو دا مهال ډیره ګټه کوله خو اوس هیڅ هم نشته.″

وسله والو طالبانو د جمعې په شپه په قرغه کې په سپوږمۍ رسټورانټ باندې حمله وکړه، چې پکې ددې رسټورانټ د کارکوونکو ترڅنګ یو شمیر میلمانه هم ووژلې شول.

د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دغه جګړه وروسته له دولسو ساعتو پای ته ورسیده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پدې جګړه کې شل تنه ووژل شول چې په هغو کې څلور تنه وسله وال طالبان هم شامل وو.


وسله والو طالبانو چې د دغې حملې مسوولیت یې په غاړه اخیستې، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې د دوی د حملې اصلي هدف بهرنیان وو چې دغه هوټل ته راغلي وو.

خو بلخوا بیا ددې هوټل مسوول چې ظریف نومیده او د جمعې ورځې په حمله کې یی ورور هم وژل شوی وو، آزادۍ راډیو ته وویل چې دغې جګړې په زیاته اندازه مالي زیانونه ورته اړولي دي.

″یو پولیس یې شهید کړ، او بیا یې په هوټل برید وکړ. سره له دې چې د هوټل ساتونکو مقاومت وکړ، تقریباً پنځلس تنه شهیدان شول، چې اوه تنه یې د هوټل کارکوونکي دي، پاتې یې میلمانه وو چې تل به له خپلو کورنیو سره دلته راتلل او حتې زما خپل یو ورور هم شهید شو.

ټول هوټل ته تاوان رسیدلی، ښایي دوه دوه نیم لکه ډالره ورباندې ولګیږي چې بیرته جوړ شي″

د سپوږمۍ په نوم هوټل، چې څو لسیزه مخکې جوړ شوې، اوس اوس د یو زیات شمیر هغو افغان کورنیو کوربه وو، چې قرغې ته به د میلې لپاره تلل.

ددې تفریحي سیمې دوکاندران اندیښمن دي، چې ممکن دغه حالت یوه اونۍ او یا تر هغې زیات دوام وکړي او خلک زړه ښه نکړي، چې دې سیمې ته بیا د میلې لپاره ورشي.
XS
SM
MD
LG