د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

″په اسټراليا کې د وژل شوېو افغان کډوالو شمېر به ډېر ژره معلوم شي″


د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اسټرالیا په سواحلو کې په ډوبې شوې کښتې کې د هغو افغانانو په اړه معلومات راټولوي چې ښايي په دغې پيښې کې وژل شوي وي.

که څه هم نړیوالو رسنیو د اسټرالیايي چارواکو له قوله ویلي، چې د دوی د ژغورنې عملیات به د شنبې د ورځې تر ماسپښینه دوام وکړي، خو تر دې وخته پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کښتۍ کې د زیانمنو شویو افغانانو په اړه دقیق معلومات نه و ترلاسه کړي.

د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل؛ چې په اسټرالیا او اندونیزیا کې افغان ډیپلوماټيکې ادارې دغه موضوع څیړي:

″د افغانستان خلکو ته به دا ډا ورکړل شي، چې په اسټرالیا کې د افغانستان سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ دا موضوع په جدیت سره تعقیبوي او موږ هیله من یو، چې ډير ژر د هغو افغانانو په اړه چې ژغورل شوي او یا هم خدای دې نه کړي مړه شوي دي، ارقام ترلاسه کړو.″

ویل کیږي، په دغې کښتې کې شاوخوا دوه سوه کسان سپاره ول، چې اکثره یې افغانان وو.

دوی غوښتل چې قاچاقي اسټرالیا ته ولاړ شي چې د کرسمس په نوم ټاپو ته نږدې یې بیړۍ ډوبه شوه.

د جمعې په ورځ اسټرالیايي چارواکو وویل، چې د کښتۍ ۱۰۹ سورلۍ ژغورل شوې، درې مړي له اوبو راوستل شوي او شاوخوا اتیا نور ورک دي.

پخوا هم څو ځلې په یونان او ځینو نورو هیوادونو کې د هغو افغانانو د وژل کیدو او یا هم زیانمنیدو راپورونه ورکړل شوي؛ چې غوښتل یې قاچاقي اروپايي او ځینو نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

د قاچاق له لارې بهرنیو هیوادونو ته د تګ خطرونو ته په کتو ځینې خلک له دولت نه غواړي؛ چې د دې کار مخه دې ونیسي او د عواملو د له منځه وړلو لپاره دې اقدامات وکړي.

بل خوا د کابل دامنیې قومندانۍ مرستیال داود امین وايي، ځینې هغه کسان نیول شوي چې خلک په قاچاقي لارو بهر ته استوي.

خو نوموړی وايي پولیس یوازې په هغو مواردو کې عمل کولای شي چې دوی ته د قاچاق وړونکو کسانو په اړه شکایت او معلومات ورسیږي:

تر دې مخکې د کورنیو چارو د وزارت له جنایي جرایمو سره د مبارزې رییس ویلي؛ چې تیر لمریز کال له پنځو سوو ډیر هغه افغانان نیول شوي، چې له قاچاقي لارو بهر په ځانګړې توګه اروپايي هیوادونو ته تلل.

د جنرال سید عبدالفغار سید زاده په وینا د افغانستان په سیاحتي یاګرځندوی خصوصي شرکتونو کې ځینې هغه شبکې فعالې دي چې خلک بهر ته قاچاق کول غواړي.

خو نوموړي وویل، د انساني قاچاق تر ټولو ډیر قربانیان افغانان دي چې دوی به یې د مخنیوي لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي..
XS
SM
MD
LG