د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديي استازي، کوفي عنان، د نړۍ له هغو هیوادنو چې د نفوذ خاوندان دي؛ غوښتنه کړې، چې هم د سوریې پر حکومت او هم یې پر مخالفینو فشار راولي؛ چې له شخړو لاس واخلي او خبرو ته کیني.
هغه چې د جمعې په ورځ په ژینو کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل؛ د روانې میاشتې په اخر کې یې د یو شمېر هیوادنو استازي په دې اړه خبرو ته هم رابللي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې استازی کوفي عنان وايي؛ نفوذ لرونکي هیوادونه باید د سوریې پر حکومت او یاغې ډلو زور راولي؛ څو په دې هیواد کې شخړې پاي ته ورسوي:
دا د دې وخت دی، چې نفوذ لرونکي هیوادونه په دې سیمه کې پر ټولو خواوو فشارونه ډیر کړي او دې ته یې وهڅوي؛ چې دا د دوی په ګټه ده، چې قتلونه ختم کړي او خبرې پیل کړي.
کوفي عنان دا خبرې د جمعې په ورځ په ژینو کې خبریالانو ته وکړې؛ ده وویل، د سوریې لپاره د شپږ ماده یې پلان د تر سره کولو وخت روان دی او ده د نړۍ قدرتونه ویانا ته راوبلل؛ څو د روانې میلادي میاشې په دېرشمه په دې اړه بحث وکړي.
عنان دا هم وویل، چې ایران باید د دې کړکیچ د حل یوه برخه وي.
کوفي عنان وویل، تر اوسه هم دا په دقیقه توګه نه ده څرګنده، چې غونډه به څنګه مخته ولاړه شي.
عنان په ویانا کې خبریالانو ته دا هم وویل؛ چې باید موږ خپل هدف په کلکه په نظر کې ولرو:
″هماغسی چې موږ مخته ځو موږ باید خپل هدفونه هم په نظر کې ولرو؛ چې هغه د وژونو ختمول، له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته، په مصونه توګه سیاسي انتقال او د دې اطمینان ورکول دي؛ چې دا کړکیچ به ګاونډیو هیواودنه ته خپور نه شي.″
داپه داسې حال کې ده، چې رپوټونه وايي، پرون په سوریه کې لږترلږه ۲۵ تنه ووژل شول.
په سوریه کې د اپوزیسیون چارواکو او د دې هیواد دولتي ټلویزون ویلي دي؛ چې دا پينځه ویشت تنه د حلب په ښار کې وژل شوي دي.
په سوریه کې د اپوزیسیون په پلوي د بشري حقونو د څارنې ډلې یوه ویډيو خپره کړې ده، چې د لږترلږه ۲۶ تنه د وژل کیدو ادعا کوي.
د بشري مرستو د هماهنګۍ لپاره د ملګرو ملتو د مرستې اداره وايي، چې په سوریه کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله اړو کسانو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.