د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

م.م: په سوریه کې یو نیم میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو مرسته کونکي ادارې وايي، د سوریې په بیلابیلو سیمو کې جګړه ځپلې کسان بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او دا سازمامونه اړینو خلکو ته د اساسي مرستو د رسولو په برخه کې له سختو قیوداتو او فشارونو سره مامخ دي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم غږۍ د دفتر ویاند ″جینز لایریک″ نن وویل؛ دا مهال یو نیم میلیون کسان چې زیاتره يې په حمص او ادلب ولایتونو کې د جګړو له امله بند پاتي دي،بشري مرستو ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې بیا ویل شوي؛ چې نړیوال خوراکي پروګرام یا ډبیلو ایف پي په روانه جون میاشت کې په سوریه کې څه د پاسه څلور نیم لکو کسانو ته خوراکي مواد رسولي او دا اداره پلان لري چې په راتلونکې جولايي میاشت کې هم دا پروسه پراخه کړي.

ملګري ملتونه وايي د سوريي له حکومت سره د موافقې له مخې نړیوال خوراکي پروګرام جګړو ځپلو کسانو ته د مرستو رسولو پراخ پروګرام پیل کړ خو د مخ په خرابیدونکي امنیتي وضیعت له امله ددوي د کار مخته خنډونه پورته شوي دي.

په عین حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په خپل یوه راپور کې ویلي چې تر دې دمه ۹۶ زره کسان له سورېې څخه عراق،ترکې، لبنان او اردون ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې په روانه جون میاشت کې شاوخوا شل زره کسان د جګړو او تاوتریخوالي له امله له سوريي څخه وتلو ته اړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د سوريي په څه د پاسه یو کلنه شخړه کې تر اوسه پورې ۱۴ زره کسان چې اکثره يې ملکي وګړي دي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG